د ولايتي شوراگانو د صلاحيتونو د کمولو په اړه اعتراض
۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبهافغان حکومت په دې ورستیو کې د ولایتي شوراګانو په قانون کې تعدیل راوستی دی او د تصویب له پاره یې ولسي جرګې ته استولي دی. ویل شوي دي چې د دغه قانون څخه د سیمه يیزو حکومتي ادارو په کړنو کي د ولایتي شورا ګانو د څار واک ليري شوی دی.
د ولایتي شوراګانو استازي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۷) د افغانستان د مشرانو جرگې سره خپلي ستونزي شريکي کړې او ويې ويل: که چیري د حکومت په کارونو کي د څارلو صلاحیت له هغوی څخه واخيستل شي د دغي شورا شتون به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
د غور ولایت د ولایتي شورا استازي فظل الحق احسان دویچه ويله ته وویل:«دولت غواړي چې د ولایتي شورا صلاحیتونه کم کړي. موږ د ملي شورا څخه مننه کوو چې په ټینګه یې زموږ سره دا ژمنه وکړه چې واک به مو نه کميږي.»
احسان وویل دغه شورا ګاني، لکه ولایتي پارلمان دی چې د خلکو ستونزي او کړاونه حکومت او چارواکو ته رسوي. هغه ټنګار وکړ چې د دغو شوراګانو صلاحیتونه باید چې نور هم ډير شي.
دغه استازي وويل «حکومت ځکه نه غواړي چي ولایتي شورا گاني دي د حکومت پر کړنو څارنه ولري، چې د محلي ادارو فساد او ستونزي بر بنډي نه شي». هغوی ټينګار کوی چې د ولایتي شورا له خوا د حکومت پر چارو څار به شفافیت ته لار پرانیزي او له بودیجې څخه به ناوړه ګټی اخیستنه بنده شي.
د سرپل د ولايتي شورا رئیس وایې، په دي قانون کې درې هغه ټکې وه چې موږ یې له مخي کولای شول خپل کارونه پرمخ یو سو، خو اوس پکښې د سیمه يیزو حکومتي ادارو په کړنو کي، د بررسۍ، څار او تائید درې کلمی نشته او په نوی قانون کې هغه زمونږ څخه اخیستل شوي دي.
دغه استازی وایې: که چیري د ولایتي شورا د غړو له خوا د سیمه يیزو ادرو څارنه ونشي ، فساد به پراخ شي او خلکو ته به په سمه توګه خدمات و نه رسیږي.
د ولایتي شورا دغړو په وینا د دغي شورا پر دفترونو برید او د غړو وژل د طالبانو لومړني اهداف دي او طالبانو د کوټي په شورا کې لارښوونه کړې ده چې د ولایتي شورا غړي تر برید لاندي ونیسي. نو باید چې حکومت د هغو د امنیت د خوندیتوب له پاره ټینګ تدابیر ونیسي.
د ولایتي شوراگانو ځینو غړو وویل: که څه هم چې د امنیت د نشتوالي اندیښني شته خو خلک ژمن دی چې د امنیت په ټنګښت کې له امنيتي ځواک سره مرسته وکړي.