1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو صادرات او واردات ډير سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د يوه وروستي رپوټ پر اساس په وروستيو څو کلونو کي په نړيواله کچه د سپکو وسلو په سوداگري کي هر کال نزدې ۸،۵ ميليارده ډالره زياتوالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/15zy6
انځور: picture-alliance/dpa

د "اس اى اس" سمال ارمس سروې اداره یا په ژنیو کي د ملګروملتونو د پرمختیايي مسائلو نړيوالي تحقیقاتي موسسې په سویس کي یو راپور خپور کړی دئ. چي پکښې راغلي دي، چي په نړۍ کي د سپکو وسلو سوداگري د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۱ کاله پوري دوه برابره شوې ده.

دغي ادارې، چي د ملګرو ملتونو له خوا ورته د دې څېړني دنده سپارل شوې وه د تیرو څلورو کلونو په جریان کي ئې په ۲۵هیوادونو کي څېړنه کړې ده. د دغي ادارې په راپور کي دې خبري ته اشاره شوې ده، چي که چیري غیر رسمي ارقام هم په پام کي ونیول شي نو د سپکو وسلو سوداگري به نزدې ۱۰میلیارده ډالرو ته ورسيږي.

د دغه څېړنیز راپور له مخي، جرمني د سپکو وسلو د صادراتو په برخه کي تر امريکا او ايټاليا وروسته دریم ځای لري. تر جرمني وروسته بیا برازیل، اطریش او جاپان هیوادونه دي. د سپکو وسلو د وارداتو په برخه کي جرمني شپږم ځای لري.

د سپکو وسلو نیمه برخه مرمۍ تشکیلوي. د دې تر څنګ چي د امریکامتحده ایالاتو خلک د سپکو وسلو له ساتلو سره علاقمندي لري، په افغانستان او عراق کي رواني جګړې هم د سپکو وسلو د سوداگرۍ د زیاتوالي له عمده عواملو څخه گڼل کيږي.

د سویس، انګلستان، او رومانيا په هیوادونو کي د سپکو وسلو د سوداګرۍ مسئله ډیره شفافه، او برعکس په روسيه او چین کي د اطلاعاتو د لږوالي له امله د سپکو وسلو د تجارت مسئله روښانه نه ده.

همدارنګه په دې راپور کي د ایران، شمالي کوریا او عرب متحده اماراتو هیوادونه هم د هغو هیوادونو په کتار کي راغلي دي چي په هغوی کي د سپکو وسلو د سوداگرۍ په برخه کي شفافیت نشته.

نیویارک ټايمز د سعودي عربستان، عمان او متحده عرب اماراتو پر هیوادونو د امریکايي درنو وسلو د خرڅلاو او د مخ پر زیاتیدونکي سوداگرۍ په اړه خبرداری ورکوي. د امریکا د کانګرس له پاره د جوړ شوي تحقیقاتي راپور په حواله نیویارک ټايمز لیکلي دي، چي د تیر کال د وسلو د خرڅلاو حجم درې برابره زیات شوی دئ.

په دې راپور کي بم غورځوونکي جنګي جیټ الوتکي، ټانکونه، او د دافع هوا وسلې د عمده درنو وسلو په توګه بلل شوي دي. د باوري ادارو د ارقامو پر اساس په ۲۰۱۰ میلادي کال کي د وسلو د خرڅلاو حجم ۲۱،۴۰۰ ميليارده ډالره وو، چي په ۲۰۱۱ کال کي بيا دغه رقم ۶۶،۳۰۰ ميليارده ډالرو ته لوړ شوی دئ. دا د وسلو د سوداگرۍ په برخه کي د امریکا د متحده ايالاتو په تاریخ کي تر ټولو لوی رقم دئ.

باید وویل شي چي د نړۍ په کچه درې پر څلورمه برخه یا په مجموع کي ۷۵ فیصده وسلې د امریکا د متحده ایالاتو په فابریکو کي جوړیږي.

سره له دې چي روسیه د وسلو په صادراتو کي د امريکا تر متحده ايالاتو وروسته دوهم ځای لري خو د ۸،۴ میلیارده ډالره صادراتو په درلودو سره تر امريکا مخکي ده.

د وسلو اکثره پلورونکي، پرمختتلونکي هیوادونه دي چي تیر کال ئې د ۷۱،۵۰۰ میلیاردو ډالرو وسلي پلورلي وې. ويل کيږي چي د یاد رقم له جملي څخه د۵۱،۳۰۰ ميليارده ډالره په ارزښت امریکايي وسلې رانیول شوي دي.

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل