د وزن کمولو له پاره اغېزمن عوامل
که یوڅوک لږ اندازه وزن هم کم کړي د ډيرو له پاره يوه بريا گڼل کيږي. دغه احساس په ځانگړې توگه په دوبي کي دلچسپه وي. ډېر خلک اوس کوښښ کوي چي غذايي رژيم ونيسي. د وزن کمولو له پاره څو لاري په يوه انځوريز راپور کي.
کله چي ډوډۍ خورئ کوښښ وکړئ چي د موسيقۍ اورېدلو يا تلويزيون کتلو څخه ډډه وکړئ. د موسيقۍ اورېدلو پرمهال په غاښو کي د ډوډۍ کړپۍ نه اورېدل د ډېري ډوډۍ د خوړلو سبب کيږي.
آيا هره ورځ بايد ځانونه وتلئ؟ دا پوښتنه بېلابېل جوابونه لري. په دې اړه څېړني دې نتيجې ته رسېدلي دي چي هغه څوک چي هره ورځ خپل ځان تلي د وزن په کمښت کي بريالي کيدای سي.
په امريکا کي يوه نوې څېړنه ښيي، هغه څوک چي سهار وختي ۲۰ دقيقې يا نيم ساعت په آزاده هوا او د لمر تر وړانگو لاندي وگرځي، د بدن جوړښت ئې سميږي او وزن ئې کميږي. دا کار په ځانگړې توگه په افغانستان کي ښه نتيجه ورکولای سي.
هغه څوک چي د ډوډۍ خوړلو پرمهال د تيري ډوډۍ په اړه فکر کوي، نو لږ خوري. خو هغه څوک چي دې موضوع ته فکر نه کوي ډېره ډوډۍ خوري. ويل کيږي چي د وزن د کمښت له پاره دا گټمنه ده چي د تيري ډوډۍ چي ده خوړلې ده هغه ځان ته انځور کړي.
د موټر پر ځای بايسکل وچلوئ، ځکه چي حرکت د دې سبب کيږي چي د بدن وزن کرار کرار ويلي سي. يوه امريکايي څېړنه ښيي، هغه څوک چي خپل کار ته پر بايسکل باندي ځي تر هغه چا چي په موټر کي ځي وزن ئې پنځه کيلو گرامه کمیږي.
هغه څوک چي لکه «پيپسي» يا «کوکاکولا» څښي وزن ئې ډېريږي.
هغه څوک چي غواړي وزن ئې لږ سي بايد اوبه وڅښي. اوبه کالري نه لري او له بدنه د وتلو پرمهال انرژي مصرفوي. د ورځي له يو نيم ليتر څخه تر ۲ ليرو پوري د اوبو څښل د بدن نژدې ۱۰۰ کيلو کالري مصرفوي. اوبه دغه راز سړی مړوي هم. يو وړانديز: هر وخت د ډوډۍ خوړلو ترمخه نژدې نيم ليتر اوبه وڅښئ.
هغه څوک چي ژر جوړ سوي خواړه خوري وزن ئې نه کميږي. د تگ پرمهال خوراک بايد ونه سي، ځکه سړی مړيږي نه.
په کور کي دننه هوا هم د وزن له کمښت سره مرسته کوي. په کور کي ۱۷ درجې هوا د وزن له کمښت سره مرسته کوي.
هغه څوک چي ډېر خوراک کوي بايد په کوچنيو غابونو کي ډوډۍ وخوري.
سهارناری د ورځي پيل دئ. کامل سهارناری وزن کموي.