د هند نامتو غزل ویوونکي جګجیت سنګهـ ومړ
۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبهسنګهـ هغه وخت د ممبې په رام لیلا روغتون کې داخل کړاې شو کله چې درې اونې د مخه یې دماغي سکته وکړه. تر هغې وروسته بیا هغه د نوموړې روغتون په عاجل وارډ کې داخل کړای شو خو اخر برلاسې نه شو.
جګجیت سنګهـ ته د غزل ویلو یو ځلانده ستورې ځکه ویل کیږي چې دې لمړنې هندوستاني هنرمند وو چې د ۱۹۷۰م کلونو څخه تر ۱۹۸۰م کلونو پورې یې د غزل ویلو پر وخت د شرقي موسیقي الاتو تر څنګ غربي موسیقي آلات هم کارول.
په دغه سیمه کې د غزل ویلو اهمیت له دې څخه جوتیږي چې په هندي او پاکستاني فلمونو کې هم غزولونه شامل کړای شول. جګجیت سنګهـ هم د بالي وډ لپار څو غزلونه ویلي، چې ډیر شهرت یې وموند. په ۱۹۸۱م کال کې د « پریم ګیت» او تر هغې وروسته په « ارتهـ » فلم کې د سنګهـ سندرې د ده د لا مشهورتیا لامل وګرځیدې.
جګجیت سنګهـ په ۱۹۴۱م کال کې د هندوستان په راجهستان ایالت کې زیږیدلای، هغه د وینې لوړ فشار درلود او د ډاکټرانو په وینا همدغه د هغه د مرګ لامل شو. په ۱۹۹۸م کال کې پر هغه د زړه یوه حمله هم راغلې وه.
په کومه ورځ چې هغه روغتون ته یوړل شو، په هماغه ماښام هغه د پاکستان یو نامتو غزل ویونکي، غلام علې، سره ګډ یو کنسرت درلود. خو د هغې تر مرضیدو وروسته دغه کنسرت لغوه شو.
جګجیت سنګهـ یواځې یو زوي درلود چې هغه هم په یوه ترافیکې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړې وو. د جګجیت سنګهـ میرمن چیهترا سنګهـ هم د هغه سره یو ځایې غزلې ویلې او د دواړو غزلې ډیرې مشهورې شوي وې. خو د زوې د مرګ وروسته چهترا سنګهـ بیا له غزلو سره خداې پامانې وکړه او هیڅ کوم غزل یې ونه وایه.
جګجیت سنګهـ ته په ۲۰۰۳م کال د هندوستان تر ټولو لوي مډال « پدم بهوشن» ورکړل شوي وو. هغه د اردو او پنجابي ژبو سربیره پر نورو هندي ژبو هم غزلونه ویلي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل