1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند معيوبين: په ادارو کي زموږ حقوق نه راکول کيږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۰, شنبه

په هلمند كې هغه معيوبين چې د كار او ټولنيزو چارو په رياست كې ثبت دي په ټولودولتي ادارو نيوكه كوي چې د دوى ځانګړي شوي حقوق نه وركول كيږي.

https://p.dw.com/p/116vv
د هلمند يو معيوب
د هلمند يو معيوبانځور: DW

افغان چارواكي هم مني چي د معلولينو حق د قانون له مخي په ټولو ادارو كي شته خوتر دي مهال يې پوره حق ندى وركړل شوى.

په هلمند کی سلګونو معیوبینو په دی خا‌طراحتجاجیه غونډه کړی وه چی ولی ورته په دولتی ادارو کی هغه اصولی حق چی د هیواد د قانون له مخی دوی ته ورکول سوی دی نه ورکول کیږی. ددوی اکثره د ولایت د مقام تر څنګ پرنورو دولتی ادارو تورلګوی. وایی یوازی ژمنی ورسره کوی، په عمل کی هیڅ ډول مرسته نه ورسره کوی.

دوي وايي د ولايت د مقام په ګډون يوشميرنوري اداري دي چې د دوى سره تش په نا مه د مرستو ژمني كوي. د معلولينو ليستونه د مرستو په نوم مركز كابل او نړيوالو ته وركوي خو دوى يې په بدل كي تر شوي ژمنو پرته نور څه ندي ليدلي.

دوي وايي سره مياشت، دكډوالو چارو رياست او نوري هغه موسيسي چې د بيوزلو او كډواولو په نوم مرسته كوي که څه هم دوى دقانون له مخي پنځه فيصده برخه پكي لري خو په حقيقت كي يې چا پوښتنه نده كړي اونه هم تر دي مهال چا مرسته ورسره كړي ده.

ددوی اکثريت چي دپاخه عمر کسان دي تورلګوي چې په لښكرګاه كې کيدونکي ټولي مرستي دواسطو پر بنسټ په بډايه خلكو ويشل كيږي يوازي دنموني په ډول يو څو معيوب او بيوزلوكسانو په دي خاطر ورکول کيږي چي پروسه يي بدنامه نه سي.

که څه هم په هلمند کي دمعيوبينو يوه اتحاديه موجوده ده خو ددې اتحاديي غړي وايي نه ورته ريهايشي نمري رسيدلي دي اونه هم نوري مرستي. دوي وايي يوازي په کال کي ٩٠٠٠٠ افغانۍ د کار او ټولنيزو چارو د رياست نه ترلاسه کوي چي دلويو لويو کورنيو په درلودلو سره نه سي کولي دټول کال لپاره دفاميل ستونزي پري هواري کړي.

په هلمند کي سته ټول معيوبين غوښتنه كوي چې دښاروالى ،ولسواليو اودولايت په شوراګانوكې دي دمعيوبينواستازو ته ځاۍ وركول شي ترڅودهغوى له حق څخه دفاع وكړي. په همدي اړه په هلمند کي دشهيدانو معلولينو ،كاراوټولنيزو چارودرياست ريس محمد نادر وطنوال رسنيو ته وويل چې له دوى سره ۲۴۴۱ تنه معيوبين راجستر دي چې ددوي اکثرو په تيرو دري لسيزو جګړوكي لاسونه او پښي او يادبدن نور غړي له لاسه وكړي.

دكار او ټولنيزو چارو او معيوبينو درياست مسئولين وايي دوى خپل مسوليت پرځاى كړي دي ټولو اداردو ته يې هغه مكتوبونه وركړي چې دمعيوبينو حق پكي واضح بيان شوى دى او همدراز يې ددوى درياست لخوا ورته ځانګړي شوي پيسي هم په خپل وخت رسولي دي.

نوموړي وويل چي يو شمير معيوبينو ته يې دكور لپاره ځمكي هم اخيستي دي خو په ټوليزه توګه دسري مياشتي څخه نيولي بيا دكډوالو تر رياست پوري ټول پرته له دي چي ددوي سره دمعيوبينو په اړه مشوره وکړي خپل سري مرستي ويشي.

په هلمندكې دكډوالوچارو ريس غلام فاروق نورزى مني چې دوى له معيوبينوسره هيڅ ډول مرسته نده كړي چې دده په خبره لامل يې هغه مرستندويه ټولني دي کوم چې دكډوالوله رياست سره مرستي كوي. دى وايې چې يوازي دي بيځايه شويو اومرستندويه ټولنو لخوا په ګوته شوي كورنيو ته دي دامرستي وركول شي.

دمهاجرينو ريس وويل معيوبين د دولت لخوا په کيدونکو مرستوكې پنځه فيصده حق لري خو دوى تر دي مهاله هيڅ داسي دولتي مرسته نده تر لاسه كړي چې معيوبينو ته پكي حق وركړل سوي وي.

احمد مجتبی / هلمند
کتونکی: احمدولي اڅکزی