د هلمند د سولي د ولايتي کمېټې رئيس ووژل سو
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهد هيلمند د والي د دفتر له خوا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱) په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د دغه ولايت د سولي د ولايتي کمېټې مشر معلم شاه ولي خان گرشک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د سړک د غاړه په پوه ماين چاودنه کي ووژل سو.
په دغه پلاوي کي چي له مرکز لښکرگاه څخه گرشک ولسوالۍ ته روان وو، د هلمند د والي مرستيال هم ملگری وو، خو هغه ته زيان نه دئ رسېدلی.
ويل کيږي، چي دغه پلاوی افغان امنيتي ځواکونو ته د انتقال پروسې پنځم پړاو ته د تياری نيولو له پاره دغي ولسوالۍ ته روان وو.
د هيلمند د والي وياند عمر ځواک دويچه ويله ته وويل، چي تر چاودني وروسته پلاوی د وسله والو تر بريد لاندي راغلی دئ او پوليس پکښي وژل سوي دي.
په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي پر لويو لارو باندي د ماينونو ښخول د «افغانستان د خلکو او دين د دښمنانو» کار دئ. دغه اصطلاح افغان چارواکي د طالبانو له پاره کاروي.
دا په داسي حال کي ده چي د دغه ولايت چارواکو په دې وروستيو کي ويلي ول، چي د وسله والو طالبانو فعاليتونه ئې په ولايت کي لږ سوي دي او يوازي د طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو په اعلان سره د د مارجې ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو يرغلونه وسلو خو افغان امنيتي ځواک هغوی پرشا وتمبول.
د هيلمند د والي د دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په مارجې ولسوالۍ کي له طالبانو سره په جنگ کي «دوه تنه تروريستان وژل سوي او ۹ تنه نور ټپي سوي دي».
د يو بل خبر له مخي د بريتانيا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په هيلمند ولايت کي د خپلو درو تنو عسکرو وژل تائيد کړي دي. او زياته کړې ئې ده چي ۶ تنه نور هم ټپيان سوي دي.
د دفاع وزارت ويلي دي چي دغه عسکر د هيلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کي د سړک د غاړه په یوه ماين چاودنه کي وژل سوي دي. په دغه چاودنه کي ۹ تنه افغانان هم وژل سوي دی.
د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون د خپل هيواد له يوې تلويزيوني شبکې سره په خبرو کي ويلي دي، چي هيواد ته ئې د افغانستان ماموريت ډير گران تمام سوی دئ:
«دا ډيره مهمه مسئله ده چي افغانستان يو وار بیا د تروريستان په ځاله بدل نه سي، دغه تروريستان کولای سي د بريتانيا امنيت هم له خطر سره مخامخ کړي.»
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر مياشتي راهيسي په افغانستان کي د بريتانيا د پوځي ماموريت له پيله تر اوسه ۴۴۴ بريتانوي عسکر وژل سوي دي او په سوو نور ټپيان سوي دي.