د هرات په احتجاج کې یو تن وژل شوی دی
۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبهد افغان چارواکو د وینا له مخې دغه پیښه د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۷) هغه وخت رامنځ ته شوه چې قهریدلو احتجاج کوونکو په هرات ولایت کې د ایران پر قونسلګرۍ باندي هجوم وروړ. د هرات د امنیې قوماندان مرستیال عبدالحمید حمیدي، د وینا له مخې نزدې ۲۰۰ تنو لاریون کوونکو په دغه احتجاج کې برخه اخيستې وه او هڅه یې کوله چې د ایران پر قونسلګرۍ باندې برید وکړي.
حمیدي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «پولیسو هڅه وکړه چې د هغوی [احتجاج کوونکو] مخه ونیسي، خو هغوی پر پولیسو باندي يرغل وکړ. په دغه نښته کې یو تن ووژل شو او یو شمیر نور بیا ټپیان شول.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
د هرات د مرکزي روغتون یوه چارواکي ویلي دي چې څلور تنه ټپیان په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي. په هرات کې د دویچه ویله د ځایي خبریال د وینا له مخې د څلورو تنو ټپیانو څخه د یوه تن روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ دی.
د عبدالرشید په نوم یو تن چې د احتجاج پر مهال ټپي شوی دی، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی ځکه د ایران د قونسلګرۍ پر وړاندي احتجاج کاوه چې نه یې د دوی ویزې تمدیدولې او نه یې هم د هغوی پیسې بیرته ورکولې.
د عبدالرشید په وینا هغه څوک چې ایران ته د ویزې عریضه کوي، باید ۴۰۰ یورو قونسلګرۍ ته د ضمانت په توګه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په زرونو افغانان په غیر قانوني توګه د کار کولو په موخه ایران ته سفر کوي. د فرانس پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې د روان کال په می میاشت کې د ایران سرحدي ځواکونو هغه لس افغانان په ډزو ووژل چې په غیر قانوني توګه یې له پولې څخه د اوښتو هڅه کوله.
د اټکلونو له مخې شاوخوا ۲،۴ میلیونه قانوني او غیر قاني افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. د دغو کسانو ډیر يې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته دغه هیواد ته کډه شوي دي.