«د هدفي وژنو په اړه لارښود کتاب چمتو کيږي»
۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبهدغي ورځپاڼې د شبنې د ورځې « ۲۰۱۳ کال د جنوري ۱۹» په گڼه کې د امریکایي چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، لیکلي دي چې په قوي احتمال سره به په دغه لارښود کې د CIA له لوري په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شامل نه وي.
دغه راپور زیاتوي چې دغسې یوه استثنا به د متحده ایالاتو استخباراتي شبکې ته دا اجازه ورکړي چې یو کال او یا د هغې څخه هم زیاته موده چې د نوموړې لارښود قوانین پرې لاگو کیږي، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته ادامه ورکړي.
په لندن کې د ژورنالیزم د څیړنیز دفتر د ارقامو پر اساس له ۲۰۰۴عيسوي کال راهیسې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ۲۶۲۷ او ۳۴۵۷ تنو په منځ کې انسانان وژل شوي دي. د دغه رپوټ په حواله د ۴۷۵ او ۹۰۰ تنو تر منځ وژل شوي کسان ملکي وگړي دي.
که څه هم د بې پیلوټه الوتکو دغه بریدونه پاکستان د خپلې مځکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بولي او نیوکه ورباندي کوي، خو امریکايي چارواکي په دې باور دي چې دغه وسله د یاغیانو د ځپلو له پاره ښه وسیله ده.
واشنگټن پوست په خپل راپور کې لیکي، په پام کې ده چې دغه لارښود به د نهايي تصویب له پاره په څو اونیو کې بارک اوباما ته واستول شي.
دغه راپور وړاندي کاږي چې د هدفي وژنو په هکله د یوه لارښود کتاب رامنځته کول لویه لاس ته راوړنه ده: چې دغسې یو عمل ته بڼه ورکول دي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو مخکې یې هیچا تصور هم نه شو کولای.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې د راپور پر اساس د دغه لارښود کتاب مسوده، له هغه وروسته د توجه وړ وگرځیده چې د تیر میلادي کال په پای کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، CIA او پېنتاگون د بریدونو د معیارونو پر سر د نظر اختلاف درلورد.
تر هغې وروسته دوی پر دې خبره توافق ته ورسیدل چې په پاکستان کې د CIA عملیاتو ته په موقتي توگه استثنا قایل شي او چارواکي د لارښود کتاب د نورو برخو چمتو کولو ته ادامه ورکړي.