د نښتر په نامه مشاعرې
نسيم صابر۱۳۸۴ آذر ۱۴, دوشنبهد افغانستان او پاکستان په بېلابېلو سيمو کې مشاعرې دود او شهرت لري: د پېښور په ښار کې د بېلگې په توگه هر کال د رحمان بابا په زيارت د پښتو ژبې شاعران راټولېږي. نورې مشاعرې د اوسني افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې لکه د ننگرهار د نارنج گل، د کندهار د انار گل، د وردگو د مڼې گل او د زابل د بادام گل په نامه هر کال راغوښتلې کېږي. خو د افغانستان يو بل تاريخي ولايت پکتيا په دې لړ کې بې برخې و. ځکه يوه آلمان مېشت افغان محمد
امين بسمل پتېيله وه چې په پکتيا کې به د نښتر په نامه يوه مشاعره راغواړي.