د نړۍ هغه کلتوري ميراثونه چې اور، زلزلو او جگړو له منځه وړي
يو څو ورځې تر مخه د پاريس د تاريخي «نوتردام کليسا» يوه برخه د اور لگېدنې له کبله ويجاړه شوه. په دې انځوريز رپوټ کې هغه نړيوال کلتوري ميراثونه ليدلای شئ چې اور، زلزلې او يا جگړو ويجاړ کړي دي.
نوتردام ـ ستره اورلگېدنه
يو له تصوره ليري ناورين: ټولې نړۍ هغه وخت له فرانسې سره وير وکړ چې د ۲۰۱۹م کال د اپريل پر۱۵نيټه د پاريس په نوتردام کلیسا کې لگېدلي اور دغه تاريخي ودانۍ سخته زيانمنه کړه. د اور لمبې ډېري په چټکه خپرې شوې او کليسا یې لو لپه کړه. د بيارغونې په موخه د فرانسې وگړو په ډېره لنډه موده کې يو ميليارد يورو بسپنه ورکړه.
د دريسدن د ښځو کليسا - د لمبو قرباني
د ښځو کليسا نن يو وار بيا د آلمان د دريسدن ښار يو د ليدو وړ ځای دی. دا کليسا د ۱۷۲۶ او ۱۷۴۳م کلونو ترمنځ جوړه شوې وه او د باروک د تعمير د طرز علامت گرځېدلې وه. د دويمې نړیوالې جگړې تر ختميدو لږ تر مخه دا کليسا پر دريسدن د هوايي بريدونو له کبله وسوځيده. دا کليسا د جگړې پر ضد د پخلاينې د يوه څلي په توگه بيا ورغول شوه.
د وايمر د انا - اماليا - کتابتون سوځيدنه
په ۲۰۰۴م کال کې د وايمر د انا - اماليا - کتابتون کې د سترې اور لگېدنې له کبله بې شميره ارزښتناک کتابونه وسوڅيدل چې په دغه کتابتون کې د انجيل د ۳۰ زرو نسخو لويه برخه هم شامله وه. خو له نيکه مرغه په زرونه نور کتابونه بيا وژغورل شول. دا ۳۰۰ کاله پخوانی کتابتون د ۲۰۰۷م کال په اکتوبر مياشت کې تر رغونې وورسته بيرته پرانيستل شو.
طالبان - د افغانستان د باميانو بتان
په باميانو کې د بودا مجسمې له څو پيړيو راهيسې ولاړې وې. دا مجسمې يو نيم زر کاله پخوا تدايي راهبانو له خوا جوړې شوې وې. د ۲۰۰۱م کال په مارچ مياشت کې وسله والو طالبانو دا بتان ونړول او په دې توگه یې د افغانستان تر اسلام مخکي تاريخ شواهد له منځه يوړل.
داعش - د سوریې پالميرا
د داعش يا په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې د سوریې په پالميرا کې په ۲۰۱۵م کال کې پر نورو سربيره کابو ۲۰۰۰ کاله پخوانی معبد، د دې تاريخي ودانۍ څو برجونه او همدا راز «د بريا طاق» ويجاړ کړل. د داعش له منگلو څخه د دې ښار تر آزادولو وروسته لرغون پوهانو د اطمنان ساه واخیسته. ځينې کنډوالې تر هغې کمې ويجاړې شوې وې لکه په اړه چې یې انديښنه موجوده وه.
د ريو ملي ميوزم کې اور لگېدنه
په ۲۰۱۸م کال کې د ريو دی جنيرو تاريخي شاهي ماڼۍ اور لولپه کړه. په دې ماڼۍ کې نه يوازې د ملي ميوزيم په شکل کې د دغه هېواد تر ټولو ستر د طبيعي علومو او توکم پيژندنې ميوزیم پروت وو، بلکې هلته د برازيل تر ټولو زړه د علومو ودانۍ هم پرته وه. څه نه څه ۲۰ ميليونه تاريخي اسناد او توکي د لمبو خوراک شول. برازيل خپله کلتوري حافطه له لاسه ورکړه.
په وينس کې اور لگېدنه
د وينس د «گران تياترو» په نوم لوی تياتر په ۱۹۹۶م کال کې په بشپړه ډول وسوڅيد. دا تياتر يو وار په ۱۸۳۶م کال کې هم اور لگېدنې زيانمن کړی وو. د دويمې اور لگېدنې پر وخت د اوبو کمښت د اور وژنې چارې اغیزمنې کړې وي، ځکه د دې ۲۰۰ کاله پخواني تياتر د ترميم له پاره په شا او خوا کانالونو کې اوبه وچې کړل شوې وې. اور د ترميم له پاره له راغليو څخه يوه تن اچولی وو.
تمبکتو - ترهگري
په ۲۰۱۲م کال افراطي اسلامپالو د مالي په تمبکتو کې د يونيسکو دا کلتوري ميراث ويجاړ کړ. د صحرا دا ښار له څو پيړيو راهيسې د اسلام يو مهم کتلوري مرکز وو او په ۱۵ او ۱۶ م پيړۍ کې دلته ۱۸۰ ښوونځي او پوهنتونونه موجود ول.
پمپيجي - د اور غورځونکي فعاليدل
د روم د پمپيجي سيمه د ميلاد څخه ۷۹ کاله وروسته د اگست پر ۲۴ نيټه هلته د پراته يوه اور غورځونکي غره تر فعاليدو وروسته له غره څخه تر بهېدونکي اور لاندې ښخه شوه. خو لرغون پوهان دا پيښه له دې کبله يوه نيکمرغي بولي چې د روم د هغه وخت ورځني ژوند یې د راتلونکي نړۍ له پاره خوندي وسات.