د نړۍ مهم خبرونه
ملګري ملتونه: مرستندویه کارکوونکي له کندز څخه وتلي دي
په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوه روغتون باندې تر برید وروسته، ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې وویل چې له دې ولایت څخه ټول مرستندویه کار کوونکي په بشپړه توګه وتلي دي. د دغه سازمان په خبره په کندز ولایت کې ډیری پلوزنځایونه اوس هم تړلي دي. ملګرو ملتونو روښانه کړې ده چې د شرایطو د سختیدو له کبله په زرهاو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته هم اړ شوي دي.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوو جسدونو بقایا موندل شوي دي
ولسمشرۍ ماڼۍ د سه شنبې په ورځ په یوې بیانیې کې ویلي دي چې د دغې ودانۍ له یوه پخلنځي څخه یې د دوو جسدونو بقایا موندلي دي. تر اوسه پورې د دغو بقایاو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي خو زیاته شوې ده چې هغه د څیړنو په موخه عدلي طب ته استول شوي دي.
دوو جاپاني او کانادايي ساینسپوهانو د نوبل د فزیک د برخې جایزه وګتله
د فزیک په برخه کې سږنۍ د نوبل جایزه جاپاني تکاکي کاجیتا او کانادي ارتور مکدونالد، ته ورکړل شوې ده. دغو دوو فزیکپوهانو ثابته کړې ده چې د نایترو په نوم یوه بنیادي ذره هم کتله لري. د فریک په برخه کې د نوبل جایزه ۸۵۰ زره یورو ده چې تر ټولو لویه د نوبل جایزه ګڼل کیږي. د دغې جایزې د ورکولو رسمي مراسم به د دسمبر میاشتې پر لسمه نیټه ولمانځل شي.
په آلمان کې د کډوالو په کمپ کې د اور لګیدنې له کبله یو کډوال وژل شوی
د آلمان د تورینګن ایالت د کډوالو په یوه کمپ کې د اور لږیدنې په پایله کې یوه ۲۹ کلن کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پولیسو ویاند ویلي دي چې دغه کس کیدای شي د ایرتیریا له هیواد څخه وو. تر اوسه پورې د اور لګیدنې او د دغه کډوالو د مړینې لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي. په آلمان کې د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې د کډوالو پر کمپونو باندې ۴۳۰ بریدونه شوي دي.
درو چاودنو په عراق کې ۵۶ کسان وژلي دي
په عراق کې د درو بمي چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي دی. سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په بریدونو کې له سلو څخه ډیر نور کسان هم ټپیان شوي دي. د دغو چاودنو له ډلې څخه د یوې پړه یې چې په الزبیر ښار کې را شوې ده، د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی ده.
میرکل په آلمان کې هندي مسلکي کارکوونکو ته پر اړتیا باندې ټینګار وکړ
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د هندوستان په بنګلور کې له هندي پانګوالو سره د لیدنې پر مهال په آلمان کې د هندوستان له خوا د لا ډیرو پانګونو غوښتنه کړې ده. په دغه لیدنه کې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي، هم حاضر وو. میرکل په عین حال کې په آلمان کې هندي مسلکي کارکوونکو ته پر اړتیا باندې ټینګار کړی دی.