د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
افغانستان د وېسټ انډيز په وړاندې د کريکټ لوبه وګټله
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د يکشنبې د ورځي د کرکټ لوبه چي د هند په ناګپور کي تر سره شوه، د افغانستان د لوبډلې په بريا پای ته ورسېده. په ټوليزه توګه د افغانستان لوبډلې په شلو اورونو کي ۱۲۳ منډي په داسي حال کي جوړي کړې چي ۷ لوبغاړي يې سوځېدلي ول. د وېسټ انډيز لوبډله په شلو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدلو صرف ۱۱۷ منډي جوړي کړې او دغه لوبه يې وبايلله.
دېميزير د کډوالو اقامت په ښه ادغام پورې وتاړه
د جرمني د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، په راتلونکي کې غواړي چې د هغو کډوالو سره سخت چلن غوره کړي، کوم چې د ادغام وړانديز ردوي. هغه څوک چې نه غواړي آلماني ژبه زده کړي يا د کار کولو وړانديز هم ردوي، به د نن په څېر درې کاله وروسته د اقامت اجازه هم تر لاسه نه کړي. دغه د ادغام قانون به دېميزير د کار او ټولنيزو چارو له وزيرې، اندريا نالس، سره يو ځای جوړ کاندي .
پلټونکي په نورو اتو مشکوکو ترهګرو پسې ګرځي
اروپايي امنيتي ادارې د پاريس او بروکسل د بريدونو په تړاو د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې په حواله د ترهګرۍ په نورو اتو مشکوکو مرستندويانو پسې ګرځي. دغه ترهګر، چې اکثره فرانسويان او بلجيميان دي، به ښايي يا په سوريه کې وي او يا به یو چیري په اروپا کې لا په تېښته وي. دغه نفر د پاريس د بريدونو د اصلي شکمن سمبالونکي، عبدالحميد ابا عود، او په بلجيم کې د هغه د نيول شوي مرستيال، صلاح عبدالسلام ارتباطي کسان دي.
په ايټاليا کې د ترهګرو مشکوک پاسپورټ جوړونکی ونيول شو
ايټالوي پوليسو داسې يو الجزايري تبعه نيولی دی چې په بلجيم کې ورپسې لټون روان و او کوم چې ښايي د بروکسل او پاريس د بريدګرو سره ارتباط ولري. ايټالوي پوليسو د تويتر د لارې ويلي دي چې دغه سړی د جعلي پاسپورټونو د جوړونکو په يو ګروپ پورې تعلق لري. د انسا په نوم خبري اژانس خبر ورکړی دی چې ۴۰ کلن جمال الدين واعلي د ايټاليا په سويل سالېرنو ښار کې نيول شوی دی.
سوريايي پوځ پالميرا يا تدمر په بشپړ ډول بېرته نيولی دی
سوريايي حکومتي ځواکونو د خپلو څرګندونو له مخې د پالميرا يا تدمر ښار په بشپړه توګه د داعش له منګولو څخه خلاص کړی او بېرته نيولی دی. يوې سوريايي تلويزيوني شبکې د پوځ د يوه استازي په حواله ويلي دي چې پوځ دغه لرغونی ښار د شپې له خوا تر سختو جنگونو وروسته تر کنترول لاندې راوستی دی. د داعش جنګيالي د سوريې په ختيځ او شمال کې د الرقه او دير الزور شاوخوا ته په شا تمبول شوي دي.
پاپ فرانسیس با پیروان اش از شب عید پاک تجلیل کرد
پاپ فرانسیس در مراسم سنتی عید مقدس شنبه شب در روم، مشترکاً با هزاران پیروان کلیسای کاتولیک ها، از رستاخیز حضرت عیسی مسیح یادآوری کردند. این بالاترین مقام روحانی کاتولیک های جهان، چندین ساعت با تعمق، مراسم سنتی شب عید پاک را در روم رهبری کرد. او در سخرانی خود، گوشزد کرد که مشکلات روز نباید زندگی انسان را تعیین کند. انسان ها نباید امیدشان را از دست دهند.