د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
په مکه کې د مړو شمیر تر ۷۰۰ اوښتی دی
په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې د گڼې گوڼې له کبله د مړو شمیر لږ تر لږه ۷۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د سعودي عربستان د ملکي دفاع د ادارې په وینا پر دې سربیره په سلگونو کسان ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه مکې ته څیرمه په مینا کې د جمراتو یا په عامیانه اصطلاح «شیطان ویشتلو» د رکن د ادا کولو پر مهال رامنځ ته شوې ده.
میرکل له پراختیایي چارو سره د مرستو د ډیریدو ډاډ ورکړی دی
د دوامداره ودې له پاره د ملگرو ملتونو د سرمشریزې تر مخه، د آلمان صدراعظمې انگلار میرکل د آلمان د مالي مرستو د ډیرولو ډاډ ورکړی دی. هغې ویلي دي چې برلین به د پراختیايی مرستو له پاره په میلیاردونو زیاتې پیسې ورکړي. خو هغې زیاته کړې ده چې د خصوصي سکتور او د شخصی مرستو لپاره هم زمینه باید برابره کړای شي، ځکه چې مالي پيټې یوازې د عامه پیسو له لاری د لیږدولو او زغملو وړ نه دی.
سوریې په لاذقیه کې د روسیې پوځي بوختیا تائید کړې ده
سوریې په خپل لاذقیه بندري ښار کې د روسیې پوځي بوختیا تائید کړې ده. په مسکو کې د سوریې سفیر ریاض هدد، د انترفکس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دمشق کې حکومت په دې هکله کوم اعتراض نه لري، که چیرې روسیه په دغه ښار کې کومه پوځي اډه جوړول غواړي. هدد دا خبره نه ده رد کړې، چې گواکې په لاذقیه ښار کې د روسیې ډیر شمیر جنگي جېټ او څرخي الوتکې شته.
نایجیریا: له «بوکو حرام» څڅه په سلونو کسان آزاد کړی شوي
د نایجیریا د خپل پوځ د معلوماتو له مخې د افراطي ډلې «بوکو حرام» له کمپونو څخه یې تر ۲۴۰ زیات ښځې او ماشومان آزاد کړي دي. د نایجیریا د پوځ ویاند ویلي دي چې د نوموړې ترورستي ډلې ۴۳ شکمن ترهگر یې هم نیولي دي چې پکښې د دغه ډلې یو جگپوړې غړې هم شته. زیاته شوې ده چې د پوځ لاس ته وسلې او مهمات هم ورغلي دي. د نایجیریا پوځ د لوی اختر په مناسبت د ټول هیواد په کچه امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
یمن. مسجد کې چاودنې ۲۵ تنه ووژل
د یمن په پلازمینه صنعا کې پر یوه مسجد کې پر عبادت کوونکو باندې برید شوی دی چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. د ژغورنکې عملې د معلوماتو له مخې پر دې سربیره ډیر شمیر کسان ټپیان شوي هم دي. دغه برید په جومات کې هغه مهال شوی چې خلک د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په حال کې وو. د صنعا ښار کابو له یوه کال راهیسې د شیعه حوثي یاغیانو له لوري کنترولیږي.