د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه د نړۍ مهم خبرونه په انځور او متن کي دلته وګورئ
د کابل چاودنې لږ تر لږه ۱۵ انسانان ووژل
په کابل کي د چاودنې د قربانيانو شمېر ۱۵ ته جګ سوی دی. د راپورونو له مخي دغه چاودنه شپې په يوه بجه د شاه شهيد په سيمه کي وسوه. په دغه چاودنه کي د ۲۴۸ انسانانو د ژوبل کېدو خبر هم ورکول سوی دی. د طالبانو له خوا د خپل نوي مشر د اعلان وروسته دا په کابل کي لومړۍ لويه چاودنه ده. د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. حکومتي چارواکو او په همدې ډول طالبانو ويلي چي د دغې چاودنې پلټنه يې پېل کړې.
بنګله دېش: يو بل سيميز بلاګر قتل کړل سو
په بنګله دېش کي يو بل سيميز بلاګر يا د وړې انټرنټي پاڼي ليکونکی قتل سوی دی. د کال د پېل راهيسي دا څلورم بلاګر دی چي قتل کيږي. په دغه هيواد کي د بلاګرانو د اتحاديې رئيس عمران سارکر ويلي دي چي د قتل سوي بلاګر نيلوی چاکرابارتي کور ته په چړو او ساتولانو سمنبال يوه ډله ننوتلې او هغه يې ټوټې ټوټې کړی دی.د توندلارو اسلامپالو له خوا پر قتل سوو بلاګرانو د «کفري» نظرياتو د خپرولو تور لګول کيږي.
پخواني داعش په سوريه کي ۲۳۰ انسانان اختطاف کړي دي
لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د پخواني داعش ډلې ۲۳۰ انسانان تښتولي دي. زياته سوې چي د تښتولو سوو دغو کسانو څخه ۵۰ يې مسيحيان دي. د سوريٍې حکومتي منابعو ويلي چي په تښتول سوو کي ۴۵ مېرمني او ۱۹ ماشومان هم شامله دي. د تښتونو دغه پېښه د حُمس ولايت د القريتين په ښار کي د هغه وروسته رامنځ ته سوې، چي دغه ښار د چهارشنبې په ورځ د داعش د وسله والو له خوا ونيول سو.
کېري د امريکا او وېټنام خپلمنځۍ اړيکي ستايلي دي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د وېټنام او خپل هيواد اړيکي ستايلي دي. دا په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالات په ۱۹۵۵م مېلادي کال په پېلېدونکي شل کلن وېټنام جنګ کي يو اړخ ؤ. کېري چي په خپله په وېټنام کي د عسکر په توګه جنګېدلی دی، د وېټنام په پلازمېنه هانوی کي يې وويل چي «تېرو شلو کالو ښودلې چي دواړه پخواني دُښمن هيوادونو اوس يو د بل ملګري ګرځېدلي دي.»
شمالي کوريا خپل ساعتونو نيم ساعت شاته کړل
شمالي کوريا غواړي چي د جاپان د استعمار څخه د خلاصون د ۷۰مي کليزي په مناسبت د اګست په ۱۵مه نېټه د ټول هيواد ساعتونه نيم ساعت چا ته وګرځوي. د دغه کمونستي هيواد رسنيو خبر ورکړی دی چي په پلازمېنه پيونګيانګ کي نيم ساعت شا ته څرخول سوی ساعت به د ټول هيواد له پاره د وخت نوی معيار وي. ويل سوي چي شمالي کوريا غواړي چي په دغه اقدام سره د جاپان د استعمار وخت له منځه يوسي.