د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
له آلمانه د ايستونکو پناه غوښتونکو شمیر ډېر شوی
د آلمانۍ ورځپاڼو د رپوټونو په حواله په دې وروستیو کې له دغه هيواده د ايستونکو پناه غوښتوونکو شمیر ډیر شوی دی. د «ویلت ام زونتاگ» په نوم ورځپاڼي د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی دی چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې کابو ۸۲۰۰ هغه پناه غوښتوونکي چې غوښتنليکونه یې نه دي منل شوي، بیرته خپلو هیوادونو ته لېږل شوي دي.
په اسرائیلو کې د نفرت پر ضد مظاهرې
په تل ابیب او بیت المقدس ښارونو کې په زرونو خلکو د «نفرت بس کړئ» په شعار د زور زیاتي او ولس پاروني پر ضد احتجاج وکړ. دغه احتجاج کوونکي د ټولنیزو شبکو له لاري مظاهرو ته رابلل شوي ول. د دې اختجاج همغږي کوونکو د افراطي یهودانو له خوا پر فلسطنیانو او هم جنس پرستانو باندي تر بریدونو وروسته روښانه کړه: «د دې موخه دا ده چې د ښي اړخه افرطیانو له خوا د نفرت غږونه خاموش کړو.»
نایجیریا له بوکو حرامه ۱۷۸ کسان آزاد کړي
د نایجیریا پوځ وايي چې د افراطي ډلي بوکو حرام څخه يې ۱۷۸ انسانان آزاد کړي دي. د پوځ یوه ویاند وویل چې د دغه هيواد په اولاري سیمه کې ۱۰۱ ماشومان، ۶۷ ښځې او۱۰ نارينه آزاد شوي دي. ويل شوي دي چې په دې ترڅ کې د بوکو حرام یو قوماندان هم نیول شوی دی. د پوځ د وینا له مخې دوی په تیرو میاشتو کې په تیره بیا د سامبیسا په ځنگه کې په سونو ماشومان او ښځي له بوکو حرام ډلي آزاد کړي دي.
مهاجرو ته د چیکي ولسمشر تندي خبري
د چیک جمهوریت ولسمشر میلوس زیمن د بیرته استولو په یوه کمپ کې د پناه غوښتوونکو تر یوه پاڅون وروسته په غیر قانوني توگه راغلي دغه خلک په تنده لهجه مخاطب کړل. زیمن له «بلیسک» نومي ورځپاڼي سره په مرکه کې وویل: «هیڅ چا تاسو دلته نه یاست را بللي. خو اوس چې داسي دلته راغلي یاست نو بیا په هماغه شان د دې ځای اصول مراعت کړئ، لکه موږ چې ستاسې هیوادونو ته درشو او هلته اصول مراعتوو.»
امريکا د سوريې د ياغيانو دفاع کوي
د رپوټونو په حواله د امریکا متحد ايالات په پام کې لري د اړتیا په صورت کې په سوریه کې د بشار الاسد ځواکونو په مقابل کې د دوی له خوا د روزل شویو جنگیالو ساتنه وکړي. په دې توگه کیدای شي په سوريه کې د امریکا او سوریې ځواکونه په مستقیمه توگه يو له بل سره مخامخ شي. رسنیو د واشنگټن د کړیو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا هوايي پوځ به د «اسلامي دولت» ډلې په مقابل کې د یاغیانو د جلبولو پروگرام ملاتړ وکړي.