د نړۍ لوی ښارونه ـ شپه او رڼا
مخ په زياتېدونکې توګه د نړۍ په بيلو لويو ښارونو کي د رڼا فيستيوالونه جوړيږي. په دې ترڅ کي د ښار مشهوره ودانۍ، پلونه او مهم ځايونه په ګروپانو او څراغونو روښانه کيږي. دلته يو څو بېلګي ليدلای سئ:
فرانکفورت
د آلمان د بانکونو په ښار فرانکفورت کي د ۲۰۱۶ کال د مارچ د ۱۳مې او ۱۸مې نېټي تر منځ د برېښنايي څراغونو په مرسته د رڼا کولو فيستيوال جوړيږي. د «لوميناله» په نوم دغه فيستيوال هر دوه کاله وروسته جوړيږي.
بالتيمور
د امریکا د متحده ايالاتو د مېريلېند د بالتيمور ښار د ۲۰۱۶ کال د مارچ د ۲۸ مې نېټي څخه بيا د اپريل د ۳يمي نېټي پوري په «رڼا ښار» اوړي. د دغه ښار داخلي بندر د رڼا د هنر په لوبځی بدليږي.
سيول
د سويلي کوريا پلازمېنه سيول په کال کي يو ځل د لېد برقي څراغونو په نندارتون بدليږي.
مسکو
د «رڼا حلقه» تر عنوان لاندي د روسيې په پلازمېنه مسکو کي د هر دوبي په پای کي د رڼا فيستيوال جوړيږي چي پکښي له ټولي نړۍ د رڼا هنرمندان ګډون کوي.
لندن
سږکال د «لومير لندن» په نوم د لومړي ځل له پاره په لندن کي د رڼا فيستيول جوړيږي.
بيت المقدس
د مسلمانانو، يهوديانو او مسيحيانو په ګډ مقدس ښار بيت المقدس کي د روان مېلادي کال د می د ۲۵مې نېټي څخه بيا د جون تر ۲يمي نېټي پوري د رڼا فيستيوال پلان سوی دی.
نيو اورلينز
د امريکا د متحده ايالاتو پر ميسيسيپي سيند پروت ښار نيو اورلينز په ۲۰۱۸ کال د خپلې جوړېدنې ۳۰۰ مه کليزه لمانځي. په دې ترڅ کي به د «لونا ۲۰۱۸ فېټه» په نوم د رڼا فيستيوال جوړ سي.
ګېنت
د بلجيم د ګېنت ښار په هرو درو کالو کي د رڼا فيستيوال جوړوي. تېر ځل ورته نيم مليون تماشه چيان راغلي ول.
مونتريال
د کانادا مونتريال ښار هر کال د مارچ او فبروري په مياشتو کي د «مونتريال اېن لومېر» په نوم د رڼا فيستيوال جوړوي.
برلين
د المان پر پلازمېنه برلين کي د اکتوبر په مياشت دوه ځله د رڼا فيستيوالونه جوړيږي.
سيدني
د آستراليا په سدني کي هر کال د «ويويد سيدني» په نوم د رڼا لوی فيستيوال جوړيږي.