د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
د آلمان خارجه وزير ګابريل پاريس ته سفر وکړ
تر مقررېدو څه کم ۲۴ ساعته وروسته د آلمان د بهرنيو چارو نوي وزير، زيګمار ګابريل، ګاونډي هېواد فرانسې ته سفر کړی دی. له خپل سيال، ژن مارک ايرو، سره يو ځای د سوسيال دموکرات سياستوال د يوې «پياوړې اروپا» په مقصد د جوختې همکارۍ د شروع کولو موافقه کړې ده. دغه خبره د ګابريل په خبره نه يوازې په امريکا کې د حکومت د بدلېدو له کبله اهميت لري. ايرو دا هم وويل چې يوه پياوړې اروپا د متحده آيالاتو په ګټه ده.
ملګرو ملتونو له ټرمپ وغوښتل چې کډوال دې امريکا ته ورپرېږدي
د ملګرو ملتونو له کډوالو سره د مرستې ادارې «يو ان ايچ سي ار» د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ټرمب، د وروستي فرمان د صادرېدو سربېره هم ويلي دي چې دغه هېواد دې د کډوالو له پاره يو ډاډمن ځای پاته شي. د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ او د کډوالو نړيوال سازمان يا «آي او ام» په ژنېف کې ويلي دي چې کډوالو ته د هر کلي سياست د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی او په ورته وخت کې د متحده آيالاتو جامعه يې هم بډايه کړې ده.
ترکي عسکرو په آلمان کې پناه غوښتې ده
د آلمان د صدراعظمې، انګلا مېرکل، له خوا ترکيې ته د يوه پلان شوي سفر څو ورځې مخکې يوه بله پېښه هم د دواړو هېوادونو تر منځ ارتباطات ننګوي. د رسنيو د راپورونو په حواله تقريبا ۴۰ ترکي عسکرو چې د ناټو په تاسيساتو کې ځای پر ځای دي، په آلمان کې پناه غوښتې ده. د آلمان د اساسي قانون د ۱۶ آی مادې له مخې، هغه کسان په آلمان کې د پناه حق لري چې تر سياسي تعقيب لاندې دي.
د اقتصادي توان د ارزونې اژانس فيچ د ترکيې د اعتبار درجه راټيټه کړې
د وروستۍ ريتينګ اجنسۍ يا د اقتصادي توان د ارزونې د اژانس په صفت اوس د فيچ اژانس هم د ترکيې د اعتبار درجه راټيټه کړې ده. له دې وروسته د ترکيې دولتي پورپاڼې په ټولو اژانسونو کې کم اعتباره ګڼل کيږي. د کيفيت اندازه يې يوه درجه يعنې «بي بي پلس» ته راکښته کړل شوه. دغه خبره فيچ په لندن کې کړې ده چې د دلايلو په صفت د ترکيې لږ سياسي ثبات او د کودتا له هڅې وروسته د بېړني حالت له مخې پلي مقررات ياد شوي دي.
د آلمان پوځ د ځانګړو ځواکونو په قشله کې ربړونې شوې دي
د آلمان په جنوب د بادن ورتمبېرګ په آيالت کې د آلمان د اردو د ځانګړو ځواکونو په يوه روزنيز مرکز کې، تازه جلب شوي عسکر سپکول شوي او ربړول شوي دي. د آلمان د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې جنسي او ربړونکي اعمال تر سره شوي دي. د آلمان پوځ ويلي دي چې اووه تنه عسکر له خپلې وظيفې څخه ګوښه شوي دي. د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لائين، تر سره شوې ربړونې د کرکې وړ بللې دي.
ټرمپ او می د امريکا او بريتانيې پر ملګرتيا باندې ټينګار وکړ
په سپينه ماڼۍ کې د لومړنۍ دولتي مشرې په توګه د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ، د بريتانيې لومړۍ وزيرې تېريزا می ته هر کلی ويلی دی. د خبرو اصلي موضوعات د امنيتي چارو سياست او يو پلان شوی دوه اړخيز تړون و. دواړو لورو د لويې بريتانيې او د امريکا د متحده آيالاتو تر منځ پر خاصو اړيکو ټينګار وکړ. می د ژورناليستانو په حضور کې وويل چې ټرمپ ناټو ته ژمن دی. ټرمپ په خپل وار د برېکسيټ پرېکړه وستايله.