د نړۍ ستر مسجدونه په انځورونو کي
په مسکو کي تيره ورځ يو ستر مسجد پرانيستل سو. دغه مسجد چي پر ۲۰۰۰۰ ميتره مربع مځکي جوړ سوی په یوه وخت کي ۱۰۰۰۰ انسانان پکښې ځايږي. په دې انځوريز راپور کي د نړۍ نور ستر مسجدونه هم ښوول کيږي.
په مکه کي الحرام مسجد
دا په مکه شريفه کي د مسلمانانو تر ټولو مهم مسجد دئ. دغه مسجد پر ۳۵۰۰۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی او په نړۍ کي تر ټولو ستر مسجد دئ. مسجد په ۱۶مه مېلادي پېړۍ کي جو سوی او نهه مناره لري. پر مسجد اوس هم کار روان دئ او په بشپړېدو سره به ئې په يوه وخت کي تر يو ميليون ډېر انسانان لمونځ پکښې وکړای سي.
په مدينه کي نبوي مسجد
تر الحرام مسجد وروسته په مدينه کي نبوي مسجد د مسلمانانو له پاره دوهم مقدس مسجد دئ، ځکه چي هلته د حضرت محمد (ص) زيارت دئ. مسجد په ۶۲۲م مېلادي کال کي جوړ سوی او په يوه وخت کي ۶۰۰۰۰۰ انسانان پکښې ځايږي. د دغه مسجد منارونه ۱۵۰ متره لوړوالی لري.
په بيت المقدس کي الاقصي مسجد
الاقصي مسجد د بيت المقدس د زاړه ښار په هغه سیمي کي جوړ سوی چي د مسلمانانو او يهوديانو له پاره سپېڅلی دئ، جوړ سوی دي. که څه هم چي دغه مسجد په يوه وخت کي ۵۰۰۰ انسانان ځايوي او دومره ستر نه دئ، خو په ډبريني او طلايي گنبدي سره تر الحرام او نبوي مسجد وروسته د مسلمانانو له پاره ډېر قدرمن دئ. دغه مسجد په ۷۱۷م کال کي پرانيستل سوی.
په کازابلانکا کي د دوهم حسن مسجد
د انتلانتیک سمندر د ساحل پر غاړه دغه مسجد د مراکش د پخواني پاچا دوهم حسن په نوم دئ. دغه مسجد په ۱۹۹۳م کال کي د هغه د ۶۰ کلنۍ پرمهال پرانيستل سو. په نړۍ کي تر دې ډېر ستر مسجدونه سته، خو هغه څه چي دغه مسجد ته لومړيتوب ورکوي هغه د مسجد هسک منار دئ، چي ۲۱۰ ميره جگ دئ. په نړۍ کي بل دغه شان هسک منار نسته.
په ابوظبی کي د شېخ زايد مسجد
دغه مسجد په ۲۰۰۷ کال کي پرانيستل سو او په نړۍ کي اتم ستر مسجد دئ. د مسجد غولی ۲۲۴ واري ۱۷۵ متره دئ او منارونه ئې ۱۰۷ متره لوړ دي. د مسجد ځانگړتيا په گنبده کي ده چي ۳۲ متره قطر لري چي دا به نړۍ کي تر ټولو ستره گنبده ده. په دغه مسجد کي په لاس اودل سوې ۵۰۰۰ متره مربع غالۍ هم اواره ده چي دا په نړۍ کي تر ټولو ستره بلل کیږي.
په روم کي مسجد
د نړۍ د کاتوليکانو په مرکز روم کي هم ستر مسجد سته. دغه مسجد پر ۳۰۰۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی او په اروپا کي ترټولو ستر مسجد بلل کيږي. د دغه مسجد جوړولو کار تر لس کاله ډېر دوام وکړ او په ۱۹۹۵م کال کي پرانيستل سو.
په گروزني کي د احمد قديروف مسجد
دغه مسجد د چيچنيا د پخواني مفتي او جمهور رئيس چي په ۲۰۰۴م کال کي په يوه چاودنه کي ووژل سو، په نوم دئ. د مسجد د جوړېدو کار په دغه هيواد کي د جنگونو له کبله څو واري وځنډېد. مسجد په ۲۰۰۸م کال کي پرانيستل سو. دغه مسجد د زلزلې مقاومت هم لري.
په کازان کي د کول شريف مسجد
کازان په روسيه کي يوه خپلواکمنه سيمه ده، دغه مسجد په ۲۰۰۵م کال کي تر ۹ کاله کار وروسته پرانيستل سو.