د نړۍ ستر فزیک پوه ستیفن هاکینګ ومړ
۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبهنامتو فزیک پوه، ریاضي پوه او د پاپ فرهنګ [عصري کلتور چې ځوانانو ته د رسنیو له لارې انتقالیږي] د یوې څیرې په توګه پیژندل کیدی. د نوموړې د کورنۍ د اعلامیې په حواله هغه د بریتانیا په کمبریج ښار کې په خپل استوګنځي کې د خوب پرمهال په ۷۶ کلنۍ کې مړ شوی دی.
د هغه درو اولادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې: «موږ د خپل قدرمن پلار چې نن مړ شو، د مرګ له امله ډیر دردیدلي یوو. هغه یو ډیر ښه ساینسپوه او یو فوق العاده انسان وو. د هغه کار او پاتې هڅې به په راتلونکې کي تل په ياد وي.»
دغه فزیک پوه د امیوتروفیک لیترل سلیروسیس یا «ASL» چې د لو ګیریک په نامه هم یادیږي، په ناروغۍ اخته وو، داسې یوه ناروغي چې له امله یې د هغه تقریباً ټول بدن فلج شوی وو. په ۱۹۸۵م کال کې وروسته له هغه چې نوموړي د ستوني عملیات وکړ، هغه تر دې وروسته د خبرو توان نه درلود او د بریښنايي غږیزې آلې پرمټ یې خبرې کولې.
په ۲۱ کلنۍ کې ډاکټرانو تشخیص وکړ چې هاکينګ په «ASL» ناروغۍ اخته دی. نوموړي تقریباً د ۵۰ کلونو له پاره له همدې ناروغۍ سره ژوند وکړ او ډاکټران یې حیران کړل. په دې ناروغۍ اخته یوازې پنځه فیصده کسان تر لسو کلونو پورې ژوند کوي. هاکينګ د مختلفو پوهنتونونو ۱۲ افتخاري سندونه هم ترلاسه کړي.
هاکينګ د «وخت لنډ تاریخ» تر نامه لاندې یو کتاب ولیک چې په نړۍ کې ډیر زیات وپلورل شو. نوموړي همدا راز په فضا کې د تور سوري په هکله چې فرعي اتومي زرې تولیدوي د خپلې څیړنې او همدا راز د «متمرکزه تیوري» په هکله د خپلې تیوري له امله ډیر زیات شهرت ترلاسه کړ.
د فزیک یو تر سترو هدفونو څخه متمرکزه تیوري ده چې د سترو کتلو له پاره د جاذبې قوې کوم چې د نسبتي فلسفې په هکله خبرې کوي او د کوانتم میخانیک ترمنځ کوم چې د فرعي اتومي زرو په هکله بحث کوي، د نظر د اختلاف د حلولو هڅه پکې شوې.
په دې هکله هاکينګ په خپل کتاب «د وخت لنډ تاریخ» کې د خپلو څیړنو په پایله کې د کائیناتو یو مودل وړاند کړ چې پکې د وخت دوې نظریې ځای پر ځای کړل شوي: یو حقیقي وخت کوم چې د هغه په حواله هغه وخت دی چې انسانان یې تجربه کوي او بل تخیلي وخت دی چې د هغه په وینا د دې وخت په اساس کائینات پر مخ ځي.
د دې پوښتني په ځواب کې چې آیا د هغه په کارونو کې خدای ته هم ځای ورکړل شوی، هاکينګ ځواب ورکړ چې په یوه نه یوه لاره که چیرته موږ کائینات درک کړو، موږ ټول د خدای په اختیار کې یوو.
نوموړي همدا راز د بشریت او د نړۍ د بقا په هکله هم نظرونه ورکړي. نوموړي په ۲۰۰۷م کال کې ویلي ول چې زه په دې باور یم چې پر ځمکه ژوند تر پخوا ډیر د له منځه تلو له خطر سره مخ دی او دغه له منځه تلل به د اقلیم د ناڅاپه ګرمیدو، اتومي جګړې، په جنیتیکي توګه د جوړو شوو وایرسونو او یا هم د نورو خطرونو له امله پیښ شي.
نوموړي ویلي ول چې که چیرته بشر فضا ته ولاړ نه شي، د انسانانو نسل راتلونکی نه لري. نو له دې امله زه خلک دې ته هڅوم چې په فضا کې ډیره علاقه پیدا کړي.
زموږ له ارشيف څخه: