د نړۍ تر ټولو قیمتي ماسک د جوړیدو په حال کې دی
۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سهشنبهد خولې او پزې ماسک چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په خاطر ترې استفاده کیږي نور نو یوازې یوه روغتیایي وسیله نه، بلکې د مود په صنعت کې پر لوکسو توکو د بدلیدو په حال کې دی.
په فبرورۍ میاشت کې د لندن د مود اونۍ په نندارتون کې د ماسک د مود ماډلونه نندارې ته وړاندي شوې.
اوس د چین د شانګهای یو سوداګر اراده لري چې له دې روغتیایي وسیلې څخه د خپلې شتمنۍ نمایش ته د وړاندې کولو د یوې نخښې په توګه استفاده وکړي.
په اسرائیل کې یو زرګر د دغه چینایي سوداګر په فرمایش د داسې یو ماسک په جوړولو اخته دی چې یو نیم میلیونه ډالره ارزښت لري. د دغه زرګر په خبره دا تر ټولو هغو قیمتي ماسک دی چې تر اوسه پورې په نړۍ کې جوړ شوي دي.
د دې طلا فروشۍ یوه تن کارکونکي شارون کارو، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ماسک له ۱۸ قراطه سرو زرو جوړیږي چې د آلماسو ۳۶۰۰ غمي به ولري. همدارنګه ۲۵ تنه زرګران او د آلماسو متخصصین په ګډه د دې ماسک پر جوړولو کار کوي.
د دغه زرګر په خبره چنایي سوداګر درې غوښتنې لري: ماسک باید د نړۍ تر ټولو قیمتي ماسک وي، د جوړیدو چارې یي باید د دسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پای ته ورسیږي او همدارنګه د یوه ماسک له پاره ټول اړین ستندردونه باید ولري.
په پام کې نیول شوی ماسک د N99 ماډل د بدلولو وړ فلتر درلودونکی دی چې د کرونا ویروس د مخنوي په خاطر یي سپارښتنه کیږي.