د نړۍ تر ټولو سختي پنځه ژبي وپېژنئ
دا چي يوه ژبه څومره سخته ده، د ليکلو، د تلفظ، د لغت او جمله جوړولو او نورو اصولو باندي مربوط وي. خو د زده کوونکي فردي مشخصات هم مهم وي. دلته هغه پنځه مشهوره ژبي وپېژنئ چي د يونيسکو په وينا «د نړۍ تر ټولو سختي ژبي» دي:
«پردۍ ژبه» معنی څه؟
هره هغه ژبه چي د انسان د کورني چاپيريال يا په اصطلاح «مورنۍ ژبه» نه وي، د اړونده کس له پاره پردۍ ژبه بلل کيږي. دا چي يوه پردۍ ژبه څومره ژر يا په ځنډ زده کيدلای سي د يو شمېر نورو اړخونو تر څنګ په فردي/شخصي مشخصاتو پوري هم اړه لري لکه چي د زده کوونکي عمر، د پردۍ ژبو د زدکړي تجربه او داسي نور... د دې تر څنګ د ژبي جوړښت او مشخصات هم د «آسانوالي» يا «سختوالي» له پاره مهم وي.
۵ مقام ـ جاپاني ژبه (日本語 / نيهنګو) (جاپوني کورنۍ)
جاپاني د نژدې ۱۲۷ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه ده او د ليکلو له پاره يې درې بېل داسي ليکدودونه کارول کيږي چي پکښي کانجي يې مشهور ليکدود دی. جاپاني ژبه نه يوازي د خپل مغلق ليکدود له کبله سخته تصور کيږي بلکه د ليکلې بڼي او ويل کېدونکي ژبي تر منځ زيات توپيرونه هم د نوي زده کوونکي له پاره لويه ننګونه وي. په دغه ژبه کي په زياته تشريفاتي او د باتکلفۍ لغتونه زيات دي.
۴ مقام ـ ايسلندي ژبه (íslenska / ايلېنسکا) (هندو اروپايي کورنۍ)
ايسلندي د ۳۱۴ زرو انسانانو مورنۍ ژبه ده. د دغې ژبي زښته زړه د لغتونو/ويونو پانګه او په همدې شان سخت او زيات ګرامري اصول د دې لامل دي چي دغه ژبه د نړۍ په تر ټولو مغلقو ژبو کي شميرل کيږي. د بېلګي په توګه د «ټپلين/ټپله لرونکي» لغت معنی په ايسلندي کي يو لغت نه دی بلکه دغه لغت د غوا، پسه يا آس له پاره په بېل شکل کارول کيږي. دغه ژبه ۳۲ توري لري چي اکثره يې لاتيني دي.
۳ مقام ـ عربي ژبه (اَللُّغَةُ اَلْعَرَبِيَّة) (سامي کورنۍ)
عربي چي بېلې لهجې لري په نړۍ کي د شاوخوا ۳۱۳ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه او د ۴۲۴ مليونو انسانانو له پاره دويمه ژبه ده. د قرآن پاک له کبله دغه ژبه د ټولو مسلمانانو له پاره تر يوې اندازې اشنا ژبه ده. خو د تلفظ، ګرامر او نورو مشخصاتو تر څنګ د عربي ژبي ليکدود هم يو مهم لامل بلل کيږي چي ۲۸ توري لرونکې دغه ژبه په زياته د غيرمسلمانانو او غيرسامي کسانو له پاره د نړۍ په تر ټولو سختو ژبو کي راځي.
۲ مقام ـ نوې يوناني ژبه (ελληνική γλώσσα / ايلينيکي ګلوسا) (هندو اروپايي کورنۍ)
نوې يا عصري يوناني د څه باندي ۱۳ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه ده. دغه ژبه دمګړی په ۲۴ بېلو تورو ليکل کيږي چي د اکثره يې د نورو اروپايي ژبو د تورو سره توپير لري. د پردۍ ژبي په توګه د نورو لاملونو تر څنګ د دغې ژبي د مغلقوالي يو لامل دا هم بلل کيږي چي پر لغتونو يې د زيات شمېر اصولو سره سم بېل تاکيد/فشار (accentuation) بيلي معناوي ورکوي. د دې تر څنګ د دغې ژبي د لغتونو تصريف هم ډېر مشکل تصور کيږي.
۱ مقام ـ چينايي/ماندارين ژبه (官話 / 官话 / ګوانګهوا)(سيمي تبتي کورنۍ)
د چينايي ټولې بڼي ۱۲۰۰ مليون ويونکي او د ماندارين بڼه يې ۸۰۰ مليونه ويونکي لري. چينايي ژبه ځکه مغلقه بلل کيږي چي تر ۱۰۰ زرو زيات ګرافيمونه/سمبولونه لري او په «زوړ طرز» او يا هم «ساده طرز» ليکدود ليکل کيږي. په دغه ژبه کي د تلفظ پر وخت د بېل تون/سپڼ/آهنګ کارولو له کبله لغت بېله معنی/تعبير ورکوي لکه لغت «ما» چي د مور، د بنګو د بوټي، آس يا د ښکنځلو معنی ورکولای سي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]