د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې آزمیښتي الوتنه بشپړه کړه
۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه) د ستراتولانچ په نامه د نړې تر ټولو سترې الوتکې خپل لومړنی آزمیښتي پرواز په بریالۍ توګه بشپړ کړ.
د ستراتولانچ سیستم په نامه د شرکت په وینا چې فضا ته د انتقال د دغې د پروژې ترشا دی، د دغې سترې الوتکې د وزرونو اندازه چې د فوټبال له یوه میدان څخه هم ستر دي، د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې د موجاف ډیزیرت په نامه له هوايي ډګر څخه یې خپل پرواز پیل کړ. د یاد شرکت په حواله یادې الوتکې د ۲،۵ ساعتونو له پاره آزمیښتي پرواز ترسره کړی دی.
د دغه پرواز په ترڅ کې د ستراتولانچ په نامه یادې الوتکې د ۵۱۸۲ مترو په لوړ والي او سرعت یې په ساعت کې ۳۰۴ کیلومتره ته رسیدلی دی. دغه الوتکه چې ۱۱۷ متره بر [پلن والی] او ۲۲۰ ټنه وزن لري، دوه بدنې، ۲۸ ټیرونه او د بوینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې شپږ انجنونه [ماشینونه] لري.
د ستراتولانچ په نامه دغه الوتکه فضا ته د سټلایټونو [سپوږمکیو] د توغولو د یوه مرکز په توګه ډیزاین شوې ده. اټکل کیږي چې دغه الوتکه به یوه ورځ فضا ته مسافرین هم انتقال کړي.
د ستراتولانچ په نامه د شرکت اجرائیه مشر جین فلویډ وویل: «د نن ورځې پرواز زموږ ماموریت لا پراخوي څو له ځمکې څخه د [سټلایټونو] د توغولو له پاره یو مناسب بدیل وړاندې کړل شي.» دغه پروژه د مایکروسافت د شرکت شریک بنسټ ایښودونکي پاول الن طرح کړې وه. پاول الن د تیر کال په اکتوبر میاشت کې مړی شوی دی.
د ولکن شرکت مشر او د پاول جي. الن بنسټ [خیریه سازمان] مدیر [سرپرست] وویل: «موږ ټول پوهیږو پاول به د نن ورځې د تاریخي لاسته رواړنې په لیدو ډیر د ویاړ احساس کړی وای.» نوموړي زیاته کړه چې دغه الوتکه د انجینري په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او موږ ټولو هغو کسانو ته چې په دې [پروژه] کې ښکیل دي، مبارکي وایو.»
Chase Winter/KH.WA