د نړیوال جام یوولسمه ورځ په انځورونو کې
پورتگال د لوبې په وروستیو دقیقو کې له امریکا سره لوبه مساوي کړه، جنوبي کوریا ته بيا الجزایر سخته ماته ورکړه او بلجیم بيا روسیې ته په ماته ورکولو سره يو پر اتم فاينل ته لار وموندله.
په دې نړیوال جام کې د کریستیانو رونالدو لوبه چندان ستایل شوې نه ده، خو د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې په لوبه کې د هغه هڅو ښایي پورتگال ته د نړیوال جام بل پړاو ته د تلو ډیر لږ چانس ورکړی وي.
د پرتگال او امریکا متحده ایالاتو تر منځ تر لوبې مخکې هم په برازیل او هم په خپله امریکا متحده ایالاتو کې د فوټبال له پاره شوق ډری شوی وو.
د لوبې په لومړیو شپږو دقیقو کې د پرتگال لوبغاړي ناني گول وواهه او له دې سره یې بل پړاو ته د امریکا د تلو امکان یو څه راکم کړ.
که څه هم پرتگال د لوبې لومړۍ گول وواهه، خو بیا هم امریکایي لوبغاړو لوبه کنتروله. په دې ترتیب سره امریکایي لوبغاړو دوه گوله ووهل او په لوبه کې مخکښ شول.
د امریکا متحده ایالاتو او پرتگال تر منځ په لوبه کې کریستیانو رونالدو ډیر نه لیدل کیده. خو برخلاف امریکایي لوبغاړي بیا په میدان کې ډیر فعاله وو.
امریکایي لوبغاړو د لوبې په ۸۱ دقیقه کې خپل دویم گول هم وواهه او په دې ترتیب سره یې د لوبې لا ډیر کنترول په لاس کې ونیوه.
د لوبې څه نا څه وروستۍ شوټ وو چې رونالدو خپل تیمي وریلا ته یو ډیر ښه توپ واچوه او هغه هم په سر توب گول ته وواهه او لوبه مساوي شوه. امریکا متحده ایالات اوس د آلمان پر وړاند یوه ډیره مهمه لوبه په مخ کې لري.
د یوولسمې ورځې په بله لوبه کې روسیه او بلژیم د یو بل پر وړاندې ولوبیدل. که څه هم داسې ښکاریده چې بلژیم غواړي بریدونه وکړي، خو بیا هم روسیې ډیر چانسونه لرل.
داسې ښکاریده چې بلژیمي لوبغاړي توبي پر روسي لوبغاړي ماکسیم باندې فول کړی وي، خو آلماني ریفري دغه فول و نه لید او هغه یې حساب نه کړ.
کله چې د بلژیم د ډلې روزونکي په خپله لوبډله کې بدلون راوست او کالوین یې رامیدان ته کړ، نو د هغه د لوبډلې بریدونه قوي شول او روسیه تر فشار لاندې راغله.
بلژیم د لوبې په ۸۸ دقیقې کې گول وواهه او په دې ترتیب سره د لوبې مخکښه لوبډله شوه.
د یوولسمې ورځې بله مهمه لوبه د الجزایر او سویلي کوریا تر منځ وه، چې الجزایر په کې ډیره ښه وځلیده.
دواړه اړخونه د لوبې به ارزښت پوهیدل نو له همدې کبله یې ډیره ښه لوبه کوله. خو الجزایر ډیر ژر د لوبې کنتروله له سویلٍي کوریا واخیست.
الجرایزو ډیر ژر د لوبې د کنترول تر په لاس کې نیولو وروسته د گولونو په وهلو پیل کړ. لومړی گول سلیماني وواهه. تر هغه وروسته هالیچي دویم گول وواهه او د لوبې په لومړي نیمایي کې بیا دجابو د الجزایر له پاره دریم گول هم وواهه.
د دویمې نیمایي له پیلیدو سره سویلي کوریا یو گول وواهه او په دې ترتیب سره د لوبې جذابیت لا ډیر شو. لږ وروسته بیا سویلي کوریا دویم گول هم وواهه.
په پای کې الجزایر د یوه بل گول په وهلو سره، لوبه د څلور د دوو په مقابل کې پایلې سره ختمه شوه او الجزایرو په دې ترتیب سره ډیره مهمه لوبه وگټله.