د «نړيوالو رسنيو د سياليو» د کال غوره انځورونه
فرانسوی عکاس هينري کارټر بريسن وايي يو ښه انځور هغه دی چې «په کتو سره يې سترګې ورباندې له یوې ثانيې ډير وخت مکث وکړي». د هغه دغه خبره، د ۲۰۱۹م کال «نړيوالو رسنيو د سياليو» ته وړاندې شوو انځورونو کې هم ثابتږي.
د کال غوره انځور: د سرحد پر سر یو ماشوم د ژړا په حال کې
دا له مکسيکو سره د امريکا متحده ایالتونو سرحد دی. یوه سرتيري د ساندرا په نوم يو هوندوراسي مهاجر نيولی. انځورګر جان مور، دغه انځور په داسې حال کې چې دوه کلنه يانيلا سانچيز د خپل پلار پر نيولو ژاړي، اخيستلی. د ترمپ د مهاجرت د سختو قوانينو په نتيجه کې ډير ماشومان له خپلو والدينو جلا شوي دي.
د کال غوره داستان: د امريکا پر لور مهاجرتونه
دغه انځور، هالندي انځورګر، پيتر تين هوپن د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر مياشت کې اخیستی دی. په دغه وخت کې د هوندوراس په ګډون د منځنۍ امريکا له مختلفو هيوادونو څخه په زرونو مهاجر د مکسيکو له لارې د امريکا متحده ايالتونو پر لور خوځيدلي ول.
د ځوانۍ دورې ته له سرطاني ناروغۍ سره ننوتل
په هوانا کې یوه کيوبايي نجلۍ «پورا» د ځوانۍ دورې ته د داخلیدو په سنتي جشن «ملکه سيانيرا» کې د ۱۹۵۰م کال ماډل په يو ګلابي رنګه موټر کې سپره او د خلکو له منځه تيريږي. دغه انځور ديانا مارکوسيان اخيستی. خاصه خبره په کې دا ده چې دغه ۱۵ کلنه نجلۍ د مغزو سرطان پر ناروغۍ اخته ده.
چاپيريال ساتنه؛ زړورې ښځې
پيټرونيلا چګمبرا د زمبابوې په يوه ځنګله کې ښځينه عسکرو ته د نښه ويشتونکي ټوپک روزنه ورکوي. دغه ښځينه ځواکونه د ځنګلونو او چاپيريال ساتنې په برخه کې فعاليت لري. دوی ته په رسمي ژبه «اکاشنګا» وايي چې د زړور انسان په معنی دی. دغه انځور بينت سترتون اخيستی.
خبريالي: د جمال خاشقجی وژنه
کله چې جمال خاشقچي په ترکيه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته دننه کيده استراليايي انځورګر کرس میک ګراته د دې ودانۍ په مخه کې موجود وو. په قونسلګرۍ کې د خاشقچي د تري تم کيدو خبر په نړيواله کچه يو لوی خبر وګرځيد. په دغه انځور کې د قونسلګرۍ کارکونکي ودانۍ ته د خبريالانو د ننوتلو مخنيوی کوي.
روسۍ زده کونکې
يو څو روسۍ زده کونکې د ستيج تر شا د موسيقۍ د سیالۍ له يوه پروګرامه خوند اخلي. انځور مستند جوړونکې انځورګرې سارا بليزنر اخيستلی دی. هغې د روسي او امريکايي ځوانانو ترمنځ د مخ په ډيريدونکي قومي تعصباتو په اړه مستندونه جوړوي چې په دې لړ کې يې دغو دوو هيوادونو ته ډير سفرونه ترسره کړي دي.
عرب او د باښو ښکار
په عربانو کې د باښو ښکار زوړ تاريخ لري. دغه دود اوس د دې سبب شوی چې د باښو شمير د نړۍ په کچه لږ شي. دغه انځور چې په منګوليا کې اخيستل شوی، په کې يوه باښه د خپلو بچيانو سره ليدل کيږي. انځور يې دنشنل جغرافيک انځورګر، برينت ستیرتن Brent Stirton اخیستی دی.
ورزش: په کټنګا کې سوکوهنه
د يوګاندا هيواد په کټنګا نومې سيمه کې ځوانان د «راېنو بوکسينګ» په نوم یوه کلب کې د سوک وهنې تمرينات کوي. په دغې سيمه کې څه باندې شل زره انسانان په شديد فقر کې ژوند کوي. دغه کلب له بهر څخه هيڅ ډول مالي مرسته نه تر لاسه کوي. دغه انځور نارويژي انځورګر جان پيترسن اخيستی دی.