د نواز شریف ماينه په لندن کې مړه شوه
۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سهشنبهد پاکستان د پخواني لومړي وزیر د میرمنې مړينه تائیده شوې ده. په دې اړه د نواز شریف د ورور شهباز شریف له خوا په خپاره شوي یو تويتري پیغام کې ویل شوي دي: «زما ورینداره او د نواز شریف ماينه نور زموږ تر منځ نه شته. الله ج دې بخښي».
کلثوم نواز د ۲۰۱۷م کال له جون میاشتې راهیسې د لندن په هیرلي سټريټ روغتون کې بستر وه. ویل کیږي چې تیر ماښام هغه ته مصنوعي تنفس ورکړل شوی وو. د پاکستاني رسنیو په حواله د هغې د سږو تکليف زیات شوی وو. د ۲۰۱۷م کال په اګست میاشت کې د هغې د ستونې سرطان تشخيص شوی وو.
هغه په ۱۹۵۰م کال کې زیږیدلې وه او په ۱۹۷۱م کال کې یې د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره واده کړی وو. د هغې لور مریم نواز او میړه یې نواز شریف اوس د مالي فساد په تور په پاکستان کې بندیان دي.
د پاکستان ټولو لویو سیاسي شخصیتونو د کلثوم نواز پر مړینې خپل خپگان څرګند کړی دی. د پاکستان لومړي زویر عمران خان ویلي دي: «حکومت به د اغلې کلثوم نواز کورنۍ او خپلوانو ته د قانون په رڼا کې ټول سهولتونه برابر کړي».
ویل شوي دي چې په دې اړه په بریتانيا کې د پاکستان سفارت ته امر شوی دی چې د میرمن نواز خپلوانو ته دې د سهولتونو او آسانیاو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.