1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوازشريف، مريم او صفدر د بند سزاوې وځنډول سوې

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د اسلام آباد لوړي محکمې د دغه هيواد د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغه د لور مريم نواز او زوم صفدر د بند سزاوې وځنډولې.

https://p.dw.com/p/359wI
Nawaz Sharif
انځور: Getty Images/A.Qureshi

د «ايوين فيلډ اپارټمنټ» په قضيه کي د پاکستان د احتساب محکمې د روان کال په جولای مياشت کي د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغه د لور مريم نواز او د هغه د زوم صفدر د بند د سزاؤ فيصله اورلې وه.

خو يادو کسانو د دغې فيصلې پر ضد د اسلام آباد و لوړې محکمې (های کورټ) ته مراجعه وکړه. دغې محکمې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۱۹مه نېټه) په خپله فيصله کي د درو سرو کسانو د بند سزا وځنډوله.

د يادې محکمې په فيصله کي راغلي دي چي نواز شريف، مريم نواز او صفدر کولای سي چي د نفر پر سر پنځه سوه زره روپۍ ضمانت ورکړي او له بند څخه آزاد سي.

تر دغې فيصلې وروسته په ټولنيزو رسنيو کي د پاکستانيانو زيات غبرګونونه رابرسېره سول. که له يوې خوا ډيرو کسانو د دغي فيصلې هرکلی کړی، نو يو شمېر نورو بيا پر دغي فيصلې د خواشينۍ اظهار کړی دی.