د نه ادغام په صورت کې له مهاجرو سره مرستې کمیږي
۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبهد آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې آندریا ناهلس، فرانکفورتر آلگماینه ورځپاڼې د میلمه یادداشت برخې د دوشنبې ورځې (د فروري میاشې اوله) په گڼه کې غوښتنه کړی چې له هغو پناه غوښتونکو سره دې مرستې کمې شي، کوم چې په آلماني ټولنه کې د ورگډیدو په برخه کې کوښښ نه کوي.
نوموړۍ چې د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند پورې اړه لري په خپله دغه مقاله کې لیکلي دي: «هغه کسان چې آلمان ته یې پناه راوړی ده او اراده لري چې په دې هیواد کې یو نوی ژوند پیل کړي، باید زمونږ قوانین او ارزښتنونه هم مراعت کړي.»
د آلمان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په اند آلمان نشي کولی چې له یو داسې مهاجر سره چې له ځان څخه هیڅ ډول حرکت نه ښکاره کوي مرسته وکړي: «هغه کسان چې د مرستې غوښتونکي دي باید د ټولنې د نورو غړو په څیر خپل ټول ځواک او توانمندي په کار واچوي.»
په آلمان کې مهاجرو ته مناسبې مسلکي زده کړی
د دغې مقالې پر بنسټ ناهلس د خپل وزارت کارکونکو ته دنده سپارلې چې په ټولنه کې د مهاجرو د ورگډو څخه د ملاتړ قانون اړونده لایحه جوړه او د آلمان د کابیني غړو ته یې د رای گیرۍ له پاره واستوي.
د هاهلس په اند د دا ډول قانون تصویبیدل به د بوروکراتیکو خنډونو د لیري کیدو سبب شي او د هغو ډیرو اقداماتو له پاره به بودیجه برابره کړي چې د مهاجرو په ټولنه کې د ورگډیدو په برخه کې پورته کیږي.
د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې په خپله مقاله کې واضحه کړی ده چې دا تمه نه یوازې له کډوالو، بلکې له هغو مهاجرو څخه هم لري چې د اروپایې اتحادیې د نورو هیوادونو تابعیت لري او په آلمان کې اوسیږي.
د ناهلس په اند د اروپایې اتحادیې د غرړو هیوادونو ټول اتباع دا حق لري چې د خپلې خوښې په هیواد کې ژوند وکړي، خو باید پر خپلو پښو ودریږي او په آلمان کې د ټولنیزو مرستو ترلاسه کولو په کوښښ کې نه وي.