د نغري لوګی هر کال په سوونو زره انسانان وژني
۱۳۹۲ آبان ۲۸, سهشنبهد دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۱۸) د نړیوال بانک له خوا په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کي ویل شوې دي چې که د سکرو، لګرو او ډیزلو د سوځلو په نتیجه کي د رامنځ ته کیدونکو مضرو ګازونو پر اخراج باندي سخت بندیز ولګول شي، نو هر کال به تر وخت مخکي د ۳۴ سوه زره انسانو د مړیني مخه ونیول شي.
په دغه رپوټ کې دغه راز ویل شوي دي چې د دغو لوګیو او ګازو له کبله اقلیمي بدلونونه هم رامنځ ته کیږي چې له امله يي په مجموع کې د مځکي پر مخ د حرارت درجه کراره کراره لوړیږي.
دغه رپوټ سپارښتنه کوي چې که د دغو ګازو د تولید کچه را کښته کړای شي نو د« ګلوبل وارمنګ» یا د مځکې د حرارت درجې د کښته کېدو په برخه کي به مو مرسته کړې وي.
د یادونې وړده چې په وروسته پاته او د پرمختګ پر لور هیوادونو کي نژدې ټول پخلۍ پر لرګیو کیږي، چې له امله يې نه یوازي په ډیره لوړه پيمانه لوګي هوا ته پورته کیږي او د هوا د ککړتیا سبب ګرزي، بلکي په خپله د انسان روغتیا ته هم ډیر زیان اړوي.
د مضرو ګازو تر ټولو ډیر زیان ښځو او ماشومانو ته رسیږي، چې د خوړو د تیارولو پر مهال نغري ته ناست وي. دغه ګازونه او لوګي د زړه او د مختلفو تنفسي ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي چې انسان د مرګ له خطر سره مخامخ کوي.
په دې رپوټ کې د میتان ګاز او لوګي د راجمع کیدو له امله په هوا کي د رامنځ ته کیدونکي ککړتیا پر مخنوې ټینګار شوی دی. «که د داسي نغريو پرځای چې ډیر لوګي تولیدوي له هغو نغریو څخه کار واخیستل شي چي لږ لوګي رامنځ ته کوي او په نغريو کي د سون له صافو موادو څخه کار واخیستل شي، نو هر کال به د یو میلیون انسانانو ژوند وژغول شي.»
رپوټ زیاتوي چې د هوا ککړتیا د کنترولو په پایله کې به د کرهڼیزو محصولاتو د تولید په برخه کې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي، ځکه د هوا ککړتیا پر کروندو هم اغېز کوي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال کي د ملګرو ملتونو له خوا په ترسره شوې څېړنه کې هم ویل شوې ول چې که د میتان، لرګیو او ډبرو سکرو د سوځولو په نتېجه کې رامنځ ته کیدونکي ګازونه کنترول شې دا به د مځکې د حرارت درجې د زیاتیدو د مخنیوي په برخه کی مرسته وکړي.