1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د اکمالاتي لاریو د موټروانانو، ګټه او ویره

دانش بابر/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱, شنبه

په افغانستان کې د ناټو میشتو ځواکونو ته د اکمالاتي موادو د رسولو په خاطر، د لاریو موټروانانو ته د یوه تګ راتګ له پاره د ۲۰۰ زره څخه ۲۲۰ زره کلدارې کرایه ورکول کیږي، خو دغه موټروانان تل د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

https://p.dw.com/p/18uO4
انځور: Reuters

شپیته کلن اول خان شینواری، د پاکستان د قبایلي سیمې لنډي کوتل اوسیدونکی دی. هغه وایي چې له کراچۍ څخه تر کابله او بیرته کراچۍ ته راستنیدل لږ تر لږه پنځلس ورځې وخت نیسي او دوی ته د دغه سفر له پاره د ۲۰۰ زرو څخه تر ۲۲۰ زرو کلدارو پورې کرایه ورکول کیږي.

هغه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې موټرواني کوي او د بار وړونکو لاریو په واسطه له کراچۍ څخه کابل ته مالونه وړي. هغه په تیرو څو کلونو کې د یو شمیر نا ببره پیښو عیني شاهد دی. هغه وایي چې په نزدې وختونو کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د ده څو تنه ملګري په نښه کړای شول. هغه وایي: «څو ورځې تر مخه څو لاریو د ناټو له پاره سامان وړه، چې په غره کې پټو شوو طالبانو پر ډزې وکړې، په موټر کې اور ولګید او موټروان او کلینر دواړه وسوځیدل او مړه شول.»

شپیته کلن اول خان شینواری، د پاکستان د قبایلي سیمې لنډي کوتل اوسیدونکی دی.
شپیته کلن اول خان شینواری، د پاکستان د قبایلي سیمې لنډي کوتل اوسیدونکی دی.انځور: DW/D. Baber

د ناټو له پاره د تلونکي اکمالاتي سامان د څارنې په اړه اول خان وایي: «له کراچۍ څخه تر روانیدو وروسته، موږ د سکهر پر لار ځو، په دغه لار د تیلو په یو پمپ کې د ناټو ټاپه لګول کیږي. زموږ بل تم ځای بیا ډیره اسماعیل خان وي، تر هغې وروسته کوهاټ ته ځو او هلته هم یوه ټاپه لګول کیږي. له کوهاټه وروسته پیښور ته ځو او هلته د رېنګ روډ، په ځای کې د دریو ورځو څخه تر پنځو ورځو پورې پاتې کیږو.»

په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو له پاره د اکمالاتي لاریو ډیری موټروانان د پاکستان د قبایلي سیمو څخه دي. د دغه سیمو ډیری خلک د موټروانې له مسلک سره تړلي دي. حاجي جمال هم چې موټروان دی د دې کار دلیل داسې په ګوته کوي: «د موټروانې مسلک آزاد مسلک دی، د دې له پاره د لیک لوست اړتیا نه وي، د عریضې ورکولو اړتیا نه وي او دا کار آسانه دی، په ځانګړې توګه د آفریدي قوم له پاره. نه موږ ځمکې لرو او نه مو کومه بله وسیله شته.»

حاجي کمال وایي، چې د ناټو د اکمالاتي لاریو سره د تړلي ګواښ له امله د لارې په اوږدو کې دوی څوک تم کیدو ته نه پریږدي
حاجي کمال وایي، چې د ناټو د اکمالاتي لاریو سره د تړلي ګواښ له امله د لارې په اوږدو کې دوی څوک تم کیدو ته نه پریږديانځور: DW/D. Baber

حاجي جمال وایي، چې د ناټو د اکمالاتي لاریو سره د تړلي ګواښ له امله د لارې په اوږدو کې دوی څوک تم کیدو ته نه پریږدي: «خلک داسې فکر کوي چې د دې کانتیرونه له امله دوی ته کوم ضرر رسیدای شي او تر یوه بریده د هغوی انديښنه پر ځای ده. کله چې موږ له کراچۍ څخه روان شو نو تر پیښوره له کومې ستونزې سره نه مخامخ کیږو او نه ترې د بډو یا رشوت غوښتنه کیږي. لاکن له پیښوره تر تورخمه او له تورخمه تر کابله ډیرې پیسې مصرفیږي. دا کوم حکومتي خلک نه دي بلکه عام خلک دي. که چیرې دوی ته پیسې ور نه کړل شي خبره تر وهلو ټکولو رسیږي.»

حاجې کمال زیاته کړه: «دغه خلکو یو ځل ډیر په عذاب کړم، زه لږه تر لږه ۶۰ زره کلداري تاواني شوم، زما د موټر شیشې یې ماتې کړې. علت یې دا وو چې ما دوی ته پیسې نه وې ورکړې.»

خو اول خان شینواری بیا وايي چې دغو خلکو ته د پیسو د ورکړې له امله خفه نه دی، خو د موټر چلولو پر وخت له ده سره تل دا ویره وي، چې څوک پرې برید و نه کړي. هغه وایي د ناټو له پاره اکمالاتي سامان وړل له خطرونو څخه ډک کار دی.

حاجي جمال اوس پریکړه کړې ده چې د ناټو له پاره به نور اکمالاتي مالونه نه وړي. هغه وایي: «له طالبانو څخه ډیره ویره وي. څو ورځې تر مخه د خوست ښار څخه تیریدلو زما د خوریې موټر له ما مخکې روان وو، چې پر موږ باندې نا څاپي ډزې وشوې، خدای موږ وساتلو خو لاکن د هغې ورځې وروسته مې د ناټو له پاره د سامان وړلو څخه توبه وایسته.»

د حاجي جمال خان د وینا له مخې اوس د قبایلي سیمو زیاتره ځوانان د مختلو ګروپونو په شکل کې، د طالبانو په نوم کانتیرونه چور کوي. جمال خان زیاته کړه: «یو خو د لارې په اوږدو کې د کلي خلک راوځي او پلمې جوړوي چې دوی طالبان دي، موټرې لوټي او خوارکي توکي هم له ځانه سره وړي. ځیني خو مسلکي غله وي، او حتی موټر هم تښتوي، خو د حکومت له ویرې، په نیمه لار کې موټر خالي کوي، هملته یې پریږدي او خپله تښتي.»