1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناهيلو ښځو په زړونو کي هيلي را ژوندی سوې

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

تيره يوه لسيزه، د افغان ښځو لپاره د ژوند او کار په ډګر کي، د ودي، ټولنيز او سياسي حضور، اقتصادي او مدني خپلواکۍ لرونکې وه، چي ښايي د هغوئ لپاره د ټولينزي برابرۍ اوږدمهالي موخي ته د رسيدلو ښه پيلامه شي.

https://p.dw.com/p/13LFw
افغان مېرمني
افغان مېرمنيانځور: picture-alliance/dpa

په دغه لسيزه کي ښځو له حقوقي او ټولينز پلوه لږترلږه نيم هغه حقونه بيرته ترلاسه کړل، چي د مجاهدينو واک ته په رسيدلوسرهورڅخه اخستل شويول.

د طالبانو تر واکمنۍ دمخه، ۴۰سلنهډاکټراني او ۸۰سلنهښوونکي مېرمني وې،خود واک ګدۍ ته د طالبانو په راتګ سرههغوئټولي په څلورو ديوالونو کي بندياني شوې اوټول انساني حقونه يي له لاسه ورکړل.

د۲۰۰۱زيږديزکالد سپتمبر له پيښو او بدلونونو راوروسته،افغانستان ته د نړيوالي ټولنيپه راتګ سره،د همدې ناهيلوښځو په زړونو کي هيلي يو ځل بيا راژوندۍشوې.

د ښوونځيو تړلي دروازې يې پر مخ پرانستل شوې،چي دادینن ورځد ټولو زده کوونکو۳۹سلنه نجوني جوړوي. له دېسره په خوا کيافغاني مېرمني له سره په دندو وګومارل شوې او په ادارو کي ورته ۲۵سلنه برخه ورکړل شوه.

همدا راز د سياست پهډګرکيهم په سيمبوليکه بڼه شاملي شوي.د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳مي مادې له مخي، د ولسي جرګې۲۵سلنه او ددېقانون د ۸۴مادي له مخيد مشرانو جرګي۱۷سلنه ښځي جوړوي.

په همدي ډول ښځي ورو ورو دعلمي کدرونو په توګه را ښکاره شوي. له دېلاري دي، چي افغانيکړيدلي او درديدلي ښځي په ټولينز او سياسي ډګرکي خپل غږاوچتکړ.

د سيمو تر منځ توپير

خو ددغو يادو شويو برياوواو لاسته راوړنو زياتره برخهيوازي د کابل ميشتوښځو په برخه شوياو د کليو او په تيره بيا ليرو پرتوپښتنو ميشتوسيمو ښځي لا هم هماغسي په ستونزو کي را ايساري پاتي دي.

کلهچي د افغانيښځو د ژوند پر وضيعت غږيږو، نو د ښځو دوه متفاوتيکټګورۍ يا ډلي مو په مخ کي دريږي:يو د سهيل او ختيځ پښتو ميشتو سيمو ښځي دي، چي لا هم سيمه ييزو کلتوري باورونوورته په پښو کي ځنځيرونه اچولي، هغوئيېپه کورونو کښېنولياو نارينه وګړي يې له نوم او شتون څخه انکار کوي.

دغه ښځي د ورور يا پلار د ګناه وينځلو لپاره په بدو کي ورکول کيږي. د اقتصادي ستونزو يا هم رواج له لامله په لسو او شلو لکو پاکستانيو کلدارو پلورل کيږي.او په دېخونړۍ لوبه کي کال په کال د هغوئبيهلوړيږي. دغه ښځي تر اتلس کلنۍ دمخهپه کور کي لنګون ترسره کوي، چي ورسره بيا همد يوې نجلي د نړۍ ته راوړلو په جرم رټل کيږي.

که څههم، چي په يادو شويو سيمو کي داسيد ګوتهپه شمار ښځي شته،چي د نرسي، قابلي (زياتره مهال هغوئتهد ولايتي بيا رغاوني ډلي له خوا روزنهورکول شوي وي،خو خاصه پوهه نه لري) يا د ښوونکي په نوم بوختي دي، چي د هغو ډيریشمير هم له شمالي ولاياتو څخه راکډه شوي مېرمني دي، چي هغوئ هم کله نا کله د سيمه ييزو وسله والو مخالفانوله خوا په مرګ ګواښول کيږي.

بل خوا بيا د شمالي او لويديځو ولايتونو ښځي دي، چي تر څه کچي يي وس رسېدلی، چيزده کړه او کار وکړي، خو بيا هم د کورنيتاوتريخواليله لامله، په همدغوسيمو کي ځان سوځونه او ځان وژنه د ښځو لپاره د تېښتي يوه تر ټولو اسانهلار جوړه شوي. د ريپوټونو له مخي، د ۲۰۱۰ميلادي کال په اوږدو کي، د هيواد په شمالي برخوکي ۸۴ښځو خپل ځانونه وسوځول. همدا راز شمالي او لويديځو ولايتونو پر ښځو د جنسي تيري لويه شميره پيښي هم ثبت شويدي.

ددغو پيښو اصلي لامل د ولور لوړوالی په ګوته شوی- هغه څهچي د ځوانانو د واده کولو خنډ ګرځي. د ولور کال په کال لوړيدل،د شمالي سيمو په پرتلهپه سهيلي سيموکي زيات دي. دغي چاري سره له ديچي په کم عمر کي ودونه يي يوڅه لږکړي، خوورسره په خوا کي يېد جنسي تيري تر ټولو لوي لامل رامنځته کړیدی.

کله چي په هيواد کي پر ښځو د جنسي تيري چارهڅېړو، نو بيا هم اړ يو چي د پښتنو او دري ژبو سيمي قضيي جلا، جلا رايادي کړو. ځکه چي دپښتنو په سيمو کي واکمن دوديز کلتوري چاپيريال هيڅ مهالددې اجازه نه ورکوي،چي دا ډول پيښيدي رسنيو له لاري بربنډي شي، يادي هم څوک د شکايت په موخهدولت ته ورشي.

نړيوالي ژمني او د ښځو لپاره مرستندويه اداري

د طالبانو له ماتي او د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاليحکومت له پيل سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان بريا او پرمختګ د ښځو له فعاليونډياخستنيسره تړلېوبللهاو ولسمشربش هم د افغانو ښځو ازادي د ياد دولت اساسيموخه اعلان کړه. دي سره په خوا کي، ګڼشمير موسسو او اورګانونو د ښځو د مرستي په موخه افغانستان ته رادانګل، چي دلته بې د دوو څخه يادونه وکړو، ځکه د ټولو يادول د ليکني تر وس تيريږي

د کاناډا د نړيوال پرمختګ څانګه,يا (CIDA)، چي دزده کړه کولواو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسي په برخه کيښځو لپاره لاره آواروي.

د افغانو ښځو انقلابي ټولنه يا RAWA،چي د ښځو لپاره د سوادزده کړيد کورسونو او ښوونځيو دجوړولو په چارو بوخته دهاو همدا راز په اتو ولايتونو کي د هغو ښځو لپاره چي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، روغتيايي ډلي لري.

د ښځو چارو وزارت څه اغيز نه لري

د ښځو وزارت، سره له دې، چي په مرکز اوولايتونو کي افغانو ښځو ته کار کوي؛خو فعاليتونه يې د ټولو افغان مېرمنو او ښځو لپارهد قناعت وړ نه دي او هسي د کاغذ پر مخ ښکلي کرښي بلل کيږي، ځکه خلک د ښځو چارو وزارت په اداري فساد ککړبولي او همدا راز ځيني بيا دا نيوکه کوي،چي د ښځو چارو وزيره په خپله اداري کمزورۍلري.

د ښځو چارو رياستونه په مختلفو ولايتونو کي هم همداسي درواخلئ. د ساريپه توګه به په روزګان کي د ښځو چارو رياست ياد کړو، چي لا تر اوسه ګڼ شمېر ښځي خبري هم نه دي چي داسي يو رياست هلته شتون لري.او همدا راز د ياد ولايت د ښځو چارو رياست مشريرڼا وفا، ته د فساد ګوته نيول کيږي،چي دا پخپله له کورونو څخه د نورو ښځو دبانديراوتلو او د هيواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيزوچارو کي د هغوئ د ونډي لپاره لوی خنډ جوړوي.

په لنډه توګه، په تيرولسو کلونو کي د ژوند او مدني- اقتصادي بوختو په برخه کي حالت تر څه کچي دهغو ښځو لپاره،چي له کوره بهر راوتلو اجازه مومي، ښه شوی. ځکه اوس کولاي شي لوست وګړي، ډاکټراني، ښوونکي او ان پوليسانيشي، خو بيا هم فرهنګي خنډونه او په ليري پرتو اوبيا په تيرهد پښتنوپهسيمو کي د دولت د وسله والو مخالفينو برلاسي شتون او ورځني واکد مېرمنو په وړاندي دوامداره ګواښ جوړکړي؛ ځکه نو د هغو سيمو په سياسي،اقتصادي او ټولنيزوبرخو کي د ښځو ګډون او برخه ورځ تر بلي داسي ننګول کيږي، چي آن د له منځه تللوګواښ را ولاړ کړي.

هوسۍ وفا

کتونکی: نجیب الله زیارمل