د مځکي پر لور يو بې ساری ټوپ
۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبهد اندازه کولو د رسمي شمېرو له مخي باوم گارتنر، نزدې ۴۰ ثانيې په ساعت کي ۱۳۴۲ کيلومتره سرعت لاره. دغه ورزشکار د لومړي انسان په توگه هغه ريکارد ټينگ کړ چي په ازاده فضا کي بې له پراشوټه روان وو.
د اندازه کولو ماشين ښوولې ده چي دغه افراطي ورزشکار نزدې ۳۷ کيلومتره بې له پراشوټه د مځکي پر لور را روان وو.
مځکي ته تر راکښته کېدو وروسته باوم گرتنر په يوه خبري غونډه کي وويل، چي ډير خوشاله دئ. هغه زياته کړه تر را غورځېدو لږ دمخه ئې د خپل ژوند او په دې اړه فکر وکړ چي ټوله نړۍ د ده ننداره کوي. هغه زياته کړه، چي مځکي ته تر راکښته کېدو وروسته مي«له اوږو څخه ۲۰ ټنه بار کښته سو»
دغه اتريشي ورزشکار نه يوازي دا چي په نړۍ کي د لومړي انسان په توگه له فضا څخه د مځکي پر لور بې له هرڅه خېز وواهه ريکارد ټينگ کړ، بلکي په نړۍ کي لومړی انسان هم دئ چي د يوه بالون په مرسته د فضا دغه لوړي کچي ته ختلی دئ.
دغه افراطي ورزشکار پنځه کاله د دغه خطرناکه پروژې له پاره تياری نيوی، او د ترسره کيدو په نېټه کي ئې تل بدلون راتلی. وروستی وار د تيري سه شنبې په ورځ د تند باد له کبله دغه افراطي راغورځېدل و ځنډېدل.
د يکشنبې په ورځ هم مخکي له دې چي باوم گرتنر، د فضا پر لور والوزي د باد په خاطر دغه راغورځېدل څلور ساعته وځنډيده.
د فضا دغه کچي ته يعني ۳۹۰۰۰ فوټه لوړوالي ته په بالون کي پورته کېدو دوه نيم ساعته وخت ونياوه.
دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم