1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن په امنیتي کنفرانس کي څه وویل شول

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د مونشن د امنیتي کنفرانس ویناولو پر بیلابیلو موضوعگانو خبري وکړي. په اروپا کي د آلمان مخکښ نقش، له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستي، د اروپا د پورونو کړکیچ او دې ته ورته نوري موضوعگاني د دغه کنفرانس په اجندا کي شاملي وي.

https://p.dw.com/p/13x7b
انځور: dapd

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا، د مونشن په امنیتي کنفرانس کي پر نړیوالي ټولني غږ وکړ چي د افغان امنیتي ځواکونو د روزني له بهیر سره مالي مرستي وکړي.

پنیټا وویل: «په افغانستان کي د ښه امنیت د درلودلو له پاره باید د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره مالي مرستي وشي.» پنیټا یو ځل بیا د افغانستان په وړاندي له نړیوال تعهد څخه یادونه وکړه.

پنیټا وویل چي که څه هم د ناټو غړي هیوادونو له مالي ستونزو سره مخامخ دي خو باید داسي لاري چاري پیدا کړي چي د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره خپلي مرستي جاري وساتي. پنیټا زیاته کړه چي ناټو نه شي کولای پر نورو هیوادونو په دې برخه کي حساب وکړي او له هغوی څخه وغواړي چي د ناټو لخوا رامنځ ته شوي امنیتي خلا ډکه کړي.

د پنیټا په خبره که کارونه د پلان له مخي پرمخ ولاړ شي نو افغان ځواکونه به په ۲۰۱۳ کال کي وشي کولای چي د خپل هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. د هغه په خبره ناټو به دغه وخت په افغانستان کي خپل جنگي نقش بدل کړي. پنیټا روښانه کړه چي که افغان ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کي د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي نو بیا به هم ناټو جنگي عملیاتو ته چمتو وي.

په همدي حال کي د ناټو عمومي سرمنشي اندریس فوخ راسموسن، وویل چي په راتلونکو کلونو کي به په ناټو کي ځیني بدلونونه راشي. هغه زیاته کړه: «په راتلونکو کلونو کي به دري مهم بدلونونه پر ناټو نأثیر وکړي. په اروپا کي د پوځي بودیجي کمیدل، د متحده ایالاتو د پوځي پالیسي تحلیل او په افغانستان کي د جنگي ماموریت ختمیدل هغه څه دي چي پر ناټو به تأثیر واچوي.»

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، هم د مونشن په کنفرانس کي خبري وکړي. هغي د اروپا او امریکا تر منځ په لا ډیرو اقتصادي اړیکو ټینگار وکړ او ویویل چي اروپا او امریکا باید يو بل سره یو ځای د اقتصادي کړکیچ په وړاندي ودریږي.

کلنټن وویل چي اروپا د دې توان لري چي د پورنو له روان کړکیچ سره مبارزه وکړي. د کلنټن په خبره امریکا او اروپا باید کوښښ وکړي چي خپلو وگړو ته د کار زمینه برابره کړي او باید له یو بل سره لا ډیري سوداگري اړیکي ولري.

د مونشن د کنفرانس گډونوالو دا خبره ومنله چي آلمان د اروپا تر ټولو پیاوړی هیواد دئ. خو هغوی دا پوښتنه مطرځ کړه چي آلمان باید له خپل قدرت څخه څرنگه استفاده وکړي. د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، وویل چي یوازي پیاوړیتوب مهم نه دئ. د هغه په خبره یو هیواد باید په دې هم پوه شي چي په کوم لوري روان دئ. د مونشن د امنیتي کنفرانس گډونوالو وویل چي آلمان باید د اروپا رهبري په لاس کي واخلي.

په همدي حال کي د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، پر ملگرو ملتونو غږ وکړ چي د سوريې پر وړاندي اقدامات تر سره کړي. ویله وویل چي له سوريې څخه رارسیدلي رپوټونه ښیي چي د اسد رژیم له تاوتریخوالي څخه لاس نه دئ اخیستی. د مونشن په امنیتي کنفرانس کي به د یکشنبې په ورځ د عربي نړۍ پر پسرلي خبري وشي.

مسعود جهش (دویچه ویله، )
کتونکی: سید ریاض

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب