په مونشن کي د نړۍ پر مهمو مسائلو بخث کیږي
۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعهاقتصادي کارپوهان په اروپا کي د روان اقتصادي کړکیچ د تأثیراتو په اړه اندیښنه لري. د انرژي کارپوهان د ایران له خوا د هرمز د سمندري تنګي د بندولو ګواښونو په اندیښنه کړي دي او سیاسي کارپوهان بیا د امریکا او پاکستان تر منځ خړو پړو اړیکو فکر کولو ته مجبور کړي دي.
پردې پوښتونو سربیره یوه بله پوښتنه دا ده چي دغه ټول مسائل به د نړۍ پر امنیت باندي څه اغیزې ولري. آیا د نړۍ لوی قدرتونه دا توان لري چي حالات تر خپل کنترول لاندي راولي؟ دغه او دې ته ورته ډیري نوري موضوعگاني به د مونشن په امنیتي کنفرانس کي تر بحث لاندي ونیولي شي.
د دغه کنفرانس ۴۸مه کلنۍ غونډه به د رواني میاشتي له دریمي نیټي څخه تر پنځمي نیټي پوري دوام وکړي. د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر والفگنگ ایشنگر له یو ټلویزیون سره په مرکه کي ویلي دي چي هیله لري د مونشن امنیتي کنفرانس به د روان کال له پاره یو ښه پیل وي او پکښي به د نړۍ پر مهمو موضوعگانو لکه د عربي نړۍ پسرلی، د اروپایي ټولني دفاعي سیستم، د روسيې په گډون د یوي امنیتي کمیتي پر جوړولو او په اسیا کي له لویو قدرتونو سره د اروپا د اړیکو په اړه بحثونه وشي.
د دغه کنفرانس اهمیت د هغه گډونوال لوړوي. د سږ کال په کنفرانس کي به د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، د نړیوال بانک مشر او د آلمان د دفاع وزیر گډون وکړي.
د کنفرانس نور ډیر شمیر گډون وال غواړي د دغو چارواکو د ویناوو په اوریدلو سره د نړۍ د سیاستونو د بدلون او رواني وضعي په اړه معلومات تر لاسه کړي.
د مونشن په راروان کنفرانس کي د چارواکو ویناوي کیدای شي چي په ۲۰۰۷ کال کي د روسيي د هغه وخت د ولسمشر ویلادمیر پوتنن، خبري را په یاد کړي. پوتین هغه وخت د غربي هیوادونو پر یکه تازي باندي سختي نیوکي وکړي او ویویل چي د روسیې تکنالوژي کولای شي چي د غرب د توغندیو د هر سیستم دفاع وکړي.
د مونشن د کنفرانس مشر ویلي دي چي په سږني کنفرانس کي به د عربي نړۍ د پسرلي په اړه بحثونه وشي. په دغه کنفرانس کي به د مصر او لیبیا هیوادونو چارواکي هم خبري وکړي.
ناټو به هم د مونشن د کنفرانس د بحثونو یوه مهمه موضوع وي. په کنفرانس کي به پر دې بحث وشي چي ناټو باید د روسيې سره څرنگه چلند وکړي او دا چي د نړۍ د بدلونونو په پام کي نیولي سره باید ناټو په خپلو پالیسيو کي څه بدلونونه راولي.
د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر ویلي دي چي په دغه کنقرانس کي به یوه داسي اکاډمیکه څیړنه هم وړاندي شي چي کیدای شي له مخي ئې د ناټو او روسيې تر منځ د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبولو پر سر شخړه حل شي.
والفگنگ ایشنگر په خپله مرکه کي زیاته کړې ده چي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په هکله روان بحث د دغه هیواد د امنیت د ښه کولو له پاره تاوان رسوي او له پوځي لحاظه یو غلط بحث دئ. هغه زیاته کړې ده: «سړی باید تر ممکنه حده پوري مخالفینو ته (طالبان) یوه نیټه په لاس کي ور نه کړي چي څه وخت نړیوال ځواکونو له دغه هیواد څخه وځي.»
د ایشنگر په خبره ناټو باید له افغانستان څخه د وتلو پلان له ځانه سره ولري خو طالبان باید له دغه پلان څخه خبر نه شي.
مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم