د مور نړيواله ورځ په انځورونو کې
د می مياشتې په دوهمه يکشنبه تل د مور نړيواله ورځ لمانځل کيږي. د ګلانو پلورونکي ورته تل سترګې په لار وي. دغه ورځ د پخوا راهيسې له سوداګرۍ سره تړلې يوه ورځ ده.
د مور ورځ جرمني ته مخه کوي
د مور نړيواله ورځ سل کاله پخوا د امريکا په متحدو آيالاتو کې رامنځ ته شوه. آلماني ګل پلورونکو د ۱۹۲۳ کال د می په ۱۳مه هم پرېکړه وکړه چې دغه ورځ په لومړي ځل ولمانځي. له هغه وخت راهيسې کال په کال د مور نړيواله ورځ په آلمان کې لمانځل کيږي.
د نازيانو په دوره کې دغې ورځې ډېر اهميت درلود
په تېره بيا نازيانو د مور د ورځې مفکوره خوښوله. هغوی دغه ورځ د رخصتۍ يوه رسمي ورځ اعلان کړه. له ۱۹۳۹ کال وروسته يې د مور نښان هم رامنځ ته کړ چې زيار ايستونکو ميندو ته به ورکول کېده. دغسې ميندو به څلور يا زيات ماشومان زېږولي ول.
د پيسو په بدل کې مصنوعي ګلان
د آلمان په نوي تاسيس شوي اتحادي جمهوريت کې يوه بله مفکوره مهمه شوه: د ميندو د روغتيا پياوړتيا. په دې ترتيب د ولسمشر مېرمن، ايلي هويس کنپ، د ميندو د روغتيا موسسه جوړه کړه. د مور په ورځ دغه موسسه دوه نيم ميليونه مارک پيسې ټولوي. د مننې له پاره بسپنه ورکوونکو ته مصنوعي ګلان ډالۍ کيږي.
دېګي د ډالۍ په توګه
د مېرمنو د چارو فعالې د مور ورځ نه خوښوي. هغوی ډالۍ هم نه مني. د ۱۹۷۱ کال په يوه خبرپاڼه کې داسې راغلي ول: «د مور په ورځ موږ ته ګلان يا دېګي ډالۍ کيږي کله هم خواږه، د دې د پاره چې د کار او کور دواړو کارونو ته ملا وتړو.»
«موږ ګلان نه، بلکې حقونه غواړو»
په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د مور ورځ د مظاهرو په ورځ بدليږي. په زرګونو ښځې او يو څو نارينه په بن کې سره راټوليږي او د ښځو د حقونو په پلوۍ لاريون تر سره کوي.
ټولې ښځې لمانځلې کيږي
د آلمان په شرق يعنې د آلمان په دموکراتيک جمهوريت کې د مور ورځ کوم مهم رول نه لوبوي. هغه په رسمي ډول رديږي هم. هلته د مارچ په اتمه د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کيږي چې هغه بيا خپله د آلمان په لويديځ يعنې د آلمان په اتحادي جمهوريت کې کوم مهم رول نه لوبوي.
د کال په صرف يوه ورځ د مور ياد تازه کيږي
د مور پر نړيوالې ورځ پر له پسې انتقادونه هم کيږي چې د مور د نقش درناوی په کال کې فقط يو وارې کيږي. په نورو ورځو بايد دا د کور کار او پخلی وکړي.
يو ورځ د خپل ځان له پاره
د آلمان د خبري اژانس د يوې ټولپوښتنې د لويانو په منځ کې هر پنځم وګړی نه غواړي خپلې مور ته تحفه رانيسي. ډېرې ميندې د مور د نړيوالې ورځې له پاره خواږه، ګلان يا ورځپاڼې نه غواړي. د هغوی هيله دا ده چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای دغه ورځ تېره کړي يا د خپل ځان له پاره يو څه وخت ولري.