د موتورولا تليفون څانګه چينايي شرکت رانيوله
۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبهگوگل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۹) اعلان وکړ چې له چینایي لیناو شرکت سره يې یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ۲.۹ میلیاردو ډالرو په بدل کې د موتورولا تلیفون جوړولو څانګه پر چینایي کمپنۍ باندي و پلورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې گوگل په ۲۰۱۲ کال د موتورولا شرکت رانيولی وو. د يادولو وړ ده چي گوگل د موترولا شرکت يوازي د تليفون جوړولو څانګه پلورې ده او نور شرکت اوس هم په ګوګل پوري اړه لري. ګوګل په ۲۰۱۲ کال کې موتورولا په ۱۲.۴ میلیاردو ډالرو رانیولی وو.
له ۲۰۱۲ کال راهیسې موتورولا له دوو میلیاردو ډالرو زیات زیان ليدلی دی او د خپلو کارکوونکو شمیر یې له ۲۰۰۰۰ څخه یوازي ۳۸۰۰ ته راکښته کړی دی. که څه هم د گوگل او موتورلا له یوځای کیدو سره داسي هیلې پيدا شوي دي چې د گرځنده تلیفون جوړولو دغه شرکت به په مارکیت کې خپل ځای ومومي، خو دغه کار نه وشو.
اوس هم د گرځنده تلیفونو بازار د سویلي کوریا د سمسونگ او امریکایي اپل شرکتونو تر پراخي اغېزې لاندي دی او دغه دواړه شرکتونه پر بازار ډیر کنترول لري.
د گوگل د اجرايوي مشر لاري پیج، په يوه بيانيه کي ویلي دي: «لیناو هغه مهارتونه او سابقه لري چې کولای شي د موتورولا گرځنده تلیفونونه په مارکيت کې مطرح کړي.»
د لیناو مشر ینگ یونکینگ، ویلي دي چې د موتورولا گرځنده تلیفونو رانیول به لیناو په نړیوال مارکیټ کې په یوه مطرح لوبغاړي باندي بدل کړي. هغه ویلي دي چې په دې سره به لیناو شرکت د دې چانس ولري چې ډیر ژر په نړیوال مارکیټ کې د ځان له پاره مهم ځای ومومي.