د مهاجرو په کورسونو کي «د ۱۰۰ ميليونو يورو اختلاس»
۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبهد آلمان د (Bundesrechnungshof) يا «د محاسبو ديوان» په نوم نظارتي ادارې د خپلي ېوې پلټني پايلي رسنيو ته وړاندي کړي دي. د يادي ادارې محاسبينو په آلمان کي د کار موندنې له پاره د ځانګړي آژانس هغه مصارف محاسبه کړي چي د نورو تر څنګ د مهاجرو د ژبو د کورسونو په برخه کي سوي دي.
د آلمان د اېن ډي آر اينفو او د تاګس شاؤ رسنيو د راپور پر اساس په ياده پلټنه کي د کار آژانس په هغه پروګرام کي نيمګړتياوي په ګوته سوي دي چي پکښي مهاجرو ته د ژبو د کورسونو پروګرامونه تمويل سوي دي. اپوزيسيون هم د کار پر آژانس نيوکي کړي دي.
د پلټنې په ترڅ کي د مهاجرو له پاره د هغو لومړني کورسونو پروګرامونه او ورباندي راغلي مصارف يې محاسبه سوي چي د ۲۰۱۵م کال په پای کي د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت يې د تمويل پريکړه سوې وه. د دغو کورسونو له پاره۴۰۰ ميليونه يورو ولګول سوې. د محاسبه کوونکو په راپور کي راغلي دي چي «څوک دا اټکل کولای سي چي له دغو مصارفو څخه زياته برخه بې فايدې لګول سوي دي.»
د بريا نه ارزيابي
په راپور کي راغلي دي چي «د کار فدرالي آژانس هيڅ داسي اقدامات نه دي کړي چي د لومړنيو دغو کورسونو لاس ته راوړني ارزيابي کړي.» په راپور کي زياته سوې ده چي د ارزوني د ناکامۍ يو لامل دا هم دی چي په دغو کورسونو کي د حاضرۍ ليستونه نه دي جوړ کړل سوي. د راپور له مخي د مهاجرو له پاره په دغو کورسونو کي د معيار د خرابوالي او د اړينو موادو د نه موجوديت له کبله د برخه والو شمېر له وخت سره کم سوی يا حتی په ځينو مواردو کي صفر ته رسېدلی دی.
د «محاسبو دېوان» رئيس کې شېلر ويلي دي چي د مصارفو په رسيدونو کي هم ځيني نيمګړتياوي موندل سوي دي. شېلر زياته کړې: «په عمل کي موږ داسي موارد هم موندلي دي چي پکښي د يو پر ځای دوه ځله رسيدونه وړاندي کړل سوي او په دې توګه د يوه خدمت غبرګ مصارف اخيستل سوي دي.» د شېلر په وينا په ځينو مواردو کي د کار آژانس د ناحقه اخيستل سوو زیاتو پيسو د بېرته ادائيې غوښتنه کړې ده. د هغه په وينا دا ډول اصولو ته بايد له اوله سر پام سوی وای.
د ۱۰۰ ميليونو يورو «اختلاس»
د آلمان د کيڼ ګوند سياستوالي او د مهاجرت له پاره د ياد ګوند استازي سېويم داګدېلېن ويلي دي چي د کار آژانس «۱۰۰ ميليونه يورو» د ماليه ورکونکو او د مهاجرو په تاوان «تقريبا اختلاس کړي دي». دغې سياستوالي په ياد آژانس کي د ځينو کسانو له پاره د عواقبو غوښتنه کړې ده.
د کار آژانس و اېن ډي آر اينفو رسنۍ ته ويلي دي چي د ژبي دغه کورسونه بايد د دوو نيمو مياشتو په جريان کي پېل سوي وای چي دغه يوه ډېره لنډه موده وه.
خو د «محاسبو دېوان» په خپل راپور کي ليکلي دي چي د وخت پر ټولو فشارونو سربيره بيا هم د کار آژانس بايد حداقل اصول او کنټرول تعريف کړی وای.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):