د مهاجرو په کمپ کې اور لگیدنې ۵۷ تنه ټپیان کړي
۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعهد پادربون سیمې چارواکو او پولیسو ويلي دي چي ۳۰ تنه د لوگي د تنفس کولو په شک د پیښې ځای ته نزدې روغتونونو ته لیږدول شوي دي. زیاته شوې ده چې یو تن سخت ټپي شوی دی.
دغه اور د پنجشنبې په ماسپښین د پادربون په شمالي څنډه کې د هوفل هوف شتاوموهل، سیمه کې د مهاجرو په یوه مؤقتي کمپ کې لگیدلی دی. د اور لگیدنې علت تر اوسه پوري معلوم نه دی. د اور وژنې عمله چې شمیر یې تر سلو زیات وو بالاخره په دې وتوانیده چې اور کنترول کړي. ودانۍ کابو په بشپړه توگه ويجاړه شوې ده.
پولیسو په دې هکله خپلې څیړنې پېل کړي دي او د شپې له خوا یې پنځه تنه اوسیدونکي نیولي دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې پر دغو کسانو باندې شک کیږي چې «خپلو توشکونو ته یې اور اچولی» وي.
دغه ویاند زیاته کړې ده چې په دغه پیښه کې له بهرنیانو سره د دښمنې کوم شالید نه لیدل کیږي. ویل شوي دي چې د جمعې په ورځ به یو مسلکي کس د اور پاته شوي و ارزوي. د رپوټونو له مخې په ټوله کې په دغه کمپ کې شا او خوا ۵۰۰ مهاجر اوسیږي.
نور مطالب: