«د مهاجرو په وړاندي دي وسلې وکارول سي»
۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبهله هغه وروسته چي د «آلمان له پاره بديل» يا AfD ګوند په سرحدونو کي د مهاجرو پر ضد د وسلو کارولو غوښتنه کړې، پر دغه گوند باندي نيوکي ادامه لري.
د آلمان په پارلمان (بُندستاګ) کي د مسيحي سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال ماکس شتراوبينګر يو له هغو سياستوالو څخه دی چي د AfD پر ضد يې سخت انتقادونه کړي دي. هغه د پناه غوښتونکو پر ضد له وسلو څخه د کار اخيستلو په تړاو د ياد ګوند د مشرتابه د څرګندونو په اړه وويل: «همدغه ډول څرګندوني ددې لامل کيږي چي په ټولنه کي ترخه فضا خوره سي او دغه څرګندونې د AfD توندلاري افکار هم بربنډوي.» شتراوبينګر زياته کړې: «د AfD ګوند يووار بيا خپله اصلي څېره ښکاره کړه.»
«وسله د ښځو او ماشومانو پر ضد»
د AfD ګوند رئيسي فراوکه پېتري له آلمانۍ ورځپاڼي «منهايمر مورګن» سره په مرکه کي ويلي ول چي پوليس بايد په غير قانوني توګه آلمان ته د راداخيلېدونکو مخنیوی وکړي. هغې زياته کړې وه «د اړتيا په صورت کي بايد حتی وسلې وکارول سي. همداسي په قانون کي ليکل سوي دي.»
د یاد ګوند مرستيالي بياتريکس فون شتورخ وروسته د خپلي رئيسي په تائيد په دې تړاو نوري څرګندونې وکړې. له هغې څخه په ټولنيزه رسنۍ کي پوښتنه وسوه: «آيا تاسو غواړئ چي پر شين چمن د ښځو او ماشومانو پر ضد وسلې وکارول سي، څو سرحد ته د هغوی د راداخيلېدو مخه ونيسئ؟» بياتريکس فون شتورخ په جواب کي وليکل «هو».
خو دغي سياستوالې وروسته بېرته د خپلي خبري يوه برخه واخيسته. هغې وروسته وويل: «د ماشومانو پر ضد د وسلو کارولو اجازه نه سته خو ښځي د ماشومانو په پرتله پوهي دي.»
«AfD دي وڅارل سي»
د آلمان د مسیحي ډيموکراټ ګوند مرستيال ارمين لاشېټ و «شپيګل آنلاين» مجلې ته ويلي دي چي د AfD ګوند د انساني کرامت او د ژوند په وړاندي د تناسبي وسايلو او احترام پرنسيپونه ژوبل کړي دي. لاشېټ زياته کړې: «دغه ګوند په داسي ګوند د بدلېدو په حال کي دی چي زموږ د اساسي قانون، زموږ د هیواد د ارزښتونو او د مدنيت پر ضد غداري کوي.»
د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس او د صدراعظمې مرستيال زيګمار ګابريل غوښتي چي د AfD څارنه دي د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د امنيتي ادارې له خوا وسي. په بُنډسټاګ کي د آلمان د زرغون ګوند د پارلماني ډلې رئيسي کاترين ګيورينګ اېکارډ ويلي: «د اساسي قانون د ساتني اداره دي وپلټي چي د AfD ګوند تر کومي پولي تر څارنې لاندي د راتلو شرايط پر ځای کوي.»
په عیني حال کي په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» په دغه هيواد کي د پناه غوښتونکو په وړاندي د «خطرناکه احساساتو» د رامنځ ته کولو څخه خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان رئيس ګیونتر بورکارد ويلي دي چي اوس في الحاله تر اندازې زيات د جرم مرتکب پناه غوښتونکو او د هغوی له احتمالي ګواښ په هکله خبري کيږي. د هغه په وينا په دې لړ کي «AfD د واورين غره د څوکي حيثيت لري.»