د افغان مهاجرو په اړه پريکړه دي د امنيتي وضعيت له مخي وشي
۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبهپه جرمني کي د پناه غوښتونکو پلوي سازمان «پرو ازول» د معلوماتو له مخي، د افغانستان په ټولو برخو کي جنگ، زورزياتی او يا هم ترهگر بريدونه سته.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په فرانکفورت کي ويلي دي چي د افغانستان حکومت نه سي کولای چي په ټولو سيمو کي د وگړو ساتنه وکړي.
سازمان زیاته کړې ده چي طالبان د پلازمېني په گډون د هيواد د نورو ولايتونو په مرکزونو کي بريدونه کوي او د دغه هيواد ځيني سيمي ئې په ولکه کي دي او له افغان امنيتي ځواکونو سره جنگيږي.
د پناه غوښتونکو د حقونو د ساتلو دغه سازمان د مهاجرت او پناه غوښتني په برخه کي د جرمني له فدرالي اداري (BAMF) څخه غوښتي دي چي د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتني پر دوسيو باندي د پريکړي پرمهال دغه واقعيت (د افغانستان امنيتي وضعيت) په پام کي ونيسي.
دغه سازمان ويلي دي چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو په چارو کي د جرمني فدرالي ادارې (Bamf) ډيري هغه ناسمي پريکړي چي د پناه غوښتني پروسې په برخه کي ئې کړي وي او محکمو اصلاح کړي دي، د شرم وړ دي.
د پناه غوښتونکو د شکايتونو پر اساس هغه دوسيې چي د ۲۰۱۸م کال په درو ربعو کي قاضيانو له سره اساسي بررسي کړي دي، تقريباً يو پر دريمه برخه ئې د مهاجرو په گټه تمامي سوي دي. چي په دې برخه کي تر ټولو ډير افغان پناه غوښتونکو ته گټه رسېدلې ده.
زموږ له ارشيف څخه: