1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د مهاجرو پر مخ یوه بله دروازه هم وتړله شوه

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د اروپایي اتحادیې غړي هیواد چک جمهوریت د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د سهمیې له مخې د مهاجرو د ویش له طرحې څخه د وتلو اعلان کړی دی. د پراګ حکومت د دې اقدام دلیل په هیواد کې د امنیتي اندیښنې ښوولي.

https://p.dw.com/p/2eB3S
Flüchtlinge an der griechisch-mazedonischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

چک جمهوریت د اروپایې اتحادیې د طرحې له مخې په یونان او ایټالیا کې موجودو مهاجرو ته د امنیتي دلایلو پر بنسټ له پنا ورکولو څخه انکار کړی دی. د پراګ حکومت دغه پریکړه د دوشنبې په ورځ کړې ده.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې چې کله اروپا د مهاجرو د سترو څپو له امله له کړکیچ سره لاس او ګریوان شوه، د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو د یوې طرحې پر عملې کولو موافقه وکړه. د دغې طرحې له مخې باید ۱۶۰ زره مهاجر په منظم ډول د یوې ټاکلې سهمیې له مخې په قانوني شکل د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې ځای پرځای شوي وای.

له هم هغه پيل څخه یو شمیر هیوادونو پر دغې طرحې نیوکې درلودې او یو شمیر نورو خو بیا د دغې طرحې له عملي کولو څخه انکار کړی وو.  د سهمیې یا ونډې له مخې چک جمهوریت باید ۲۶۹۱ مهاجرو ته په خپل هیواد کې پنا ورکړې وای. خو د چک جمهوریت د CTK خبرې آژانس په حواله تر اوسه پورې دغه هیواد یوازې لس تنو مهاجرو ته پنا ورکړې ده، البته د همدي پروګرام له مخې.

په داسې حال کې چې د روان کال په سپتمبر میاشتې کې د دغې طرحې یا موافقې معیاد پای ته رسیږي، د چک جمهورت د کورنیو چارو وزیر میلان خووانتیس، اعلان کوي چې نور به یوه تن مهاجر ته هم پنا ور نه کړي.

د چک جمهورت د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۵) د کابینې تر یوې غونډې وروسته د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: «مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت او په ناقص ډول د بشپړ سیستم د چلیدو له امله، حکومت پریکړه کړي چې د دې طرحې عملي کیدل بند کړي.»

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې وزارت به یې د دې پریکړې په اړه د هر ډول اروپایې غبرګون پر وړاندې دفاع وکړي.

باید وویل شي چې پولنډ، هنګري او سلواکیا هیوادونو مخکې تر دې د دې طرحې له مخې مهاجرو ته د پنا ورکولو څخه انکار کړی وو. د سلواکیې او هنګري حکومتونو خو حتی په دې اړه په اروپایې محکمه کې پر ضد دعوا هم کړې ده. اروپایې اتحادیه به په روانه میاشت کې د هغو هیوادونو په اړه تصمیم ونیسي، کومو چې د دغې طرحې له مخې مهاجرو ته پنا نه ده ورکړې.

ټاکل شوی ده چې د روان میلادي کال په اکتوبر میاشتې کې په چک هیواد کې ټاکنې ترسره شي. مهاجرت او له دې امله اروپا ته ورپيښ مسائل به په دغو ټاکنو کې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د نظر سنجیو له مخې د چک اکثریت وګړې د مسلمانو هیوادونو مهاجرو ته د پنا ورکولو مخالف دي.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې د منځني ختیځ، آسیا او افریقایې هیوادونو نږدې ۱،۶ میلیونه مهاجرو د سیاسي پنا ترلاسه کولو له پاره اروپا ته مخه کړه. وروسته له هغې اروپایې اتحادیې له ترکیې سره د مهاجرو په هکله یو تړون لاسلیک کړ. که څه هم اوس د ترکیې له لارې په غیر قانوني توګه د مهاجرت لړۍ تقریباً ختمه شوې ده، خو له لیبیا څخه د ایټالیې له لارې اروپا ته د مهاجرت لړۍ اوس هم جریان لري.

د مهاجرو د دوباره میشتولو یا استوګنولو طرحې له مخې باید ۱۶۰ زره مهاجر د سهمیې له مخې په قانوني توګه د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې ځای پر ځای شوې وای. دغه پریکړه اروپایې اتحادیې له نن څخه دوه کاله وړاندې تصویب کړی وه. خو تر اوسه پورې د دغې موافقې له مخې یوازې اتلس نیم سوو مهاجرو ته پنا ورکړل شوې ده.