د مهاجرو د کورنيو د الحاق پر موضوع تازه جنجالونه
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبهآلمانۍ مجلې «شپيګل» رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د مهاجرو د کورنيو د غړو د الحاق په تړاو په خپله طرحه کې غوښتي دي چې هغه افراد چې د الحاق پروګرام شرايط پوره کوي او غواړي په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، څيړنې يې باید په بهر کې د آلمان په ديپلوماتيکو نمايندګيو کې ترسره شي.
د کورنيو چارو وزارت له دغي طرحي سره د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکوس ماس مخالفت کړی دی. ماس د سوسيال ديموکرات ګوند غړی دی چې د آلمان د ائتلافي حکومت شريک دی. د هغه په وينا د الحاق شرايطو ته د برابرو افرادو د اسنادو څيړل د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې» (بامف) کار دی.
ورته نور مطلبونه:
رپوټ: په آلمان کې د مهاجرو کورنيو د الحاق کچه ښکته شوې ده
د محکمې حکم: نابالغه مهاجر حق لري خپلې کورنۍ راوغواړي
د بيلګې په توګه په بيروت او عمان کې د آلمان سفارتونه د هغو کسانو د زښته ډيرو دوسيو د څيړنو له امله چې غواړي په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، تر سختو فشارونو لاندي دي. په همدې دليل په دې برخه کې د نويو دوسيو له پاره ځای نه ليدل کيږي.
شپيګل مجلې د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکلي دي، که چيري د آلمان د کورنيو چارو د وزير، هورست زيهوفر دغه طرحه عملي شي، په دې صورت کې به په يوه مياشت کې يوازې ۲۰ دوسيې د ويزو د صادرولو له پاره وڅيړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې محافظه کار ګوندونه له سوسيال ديموکرات ګوند سره چې د ائتلافي حکومت شريکان دي، تر دې مخکې د الحاق پروګرام له لاري آلمان ته په هره مياشت کې د زرو کسانو پر راتگ توافق کړی دي.
«شپيګل» دغه راز ليکلي دي چې سوسيال ديموکرات ګوند داسې ګومان کوي چې زيهوفر د آلمان د نمايندګيو له قونسلي کاري ظرفيته معلومات لري او غواړي په خپلي دا ډول طرحې سره، په لوی لاس د الحاق په پروګرام کې د مهاجرو د کورنيو شمير راکښته کړي.
د مهاجرو کورنيو د الحاق پر موضوع يو انځورير البوم: