د مهاجرو د دوسیو ډیري پریکړي غیر مسلکي کسانو کړي
۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د هغه رپوټ په حواله چې د شنبې په ورځ د"Nürnberger Nachrichten" یا نورنبرګ خبري آژانس د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې د داخلي تحليل او ارزونې پر بنسټ يې خپور کړی وو ویلي ول: د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د ۳۰۳۳ قاضیانو له جملې څخه ۴۵۴ تنه یې د مسلکيتوب یا وړتیا معلومولو له پروسي نه دي تیر شوي.
دا هغه کسان دي چې د ۲۰۱۵م کال له اګست څخه د ۲۰۱۷م کال تر مارچ میاشتې پورې یې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره (Bamf) سره کار پيل کړی دی. دغو کسانو د مهاجرو د پناه غوښتني د قبلیدو او ردیدولو په هکله پریکړي کولې.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د پناه ورکولو بهیر د سکرتریت د کارکوونکو وضعیت تر دې لا زیات خراب معلومیږي. د نورو کارونو تر څنګ د دې څانګې دنده دا ده چې غوښتنلیکونه را ټولو کړي، د پنا غوښتونکي اسناد وڅيړي او د دوی د ګوتو نښانونه ثبت کړي.
د هغو مامورينو له جملې څخه چې د ۲۰۱۵م کال د اګست میاشتې له لوموړۍ څخه د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې تر لوموړۍ نیټې پوري په دې برخه کې نوي مقرر شوي دي ۲۶۶۹ تنو یې هیڅ ډول مسلکي روزنې نه وې ترلاسه کړي. د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې په دغه وخت کې ټول ټال ۳۳۴۰ تنه نوي کارکونکي ګمارلي دي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې یوې ویاندې "Nürnberger Nachrichten" ورځپاڼې ته ویلي دي چې په همدې منځ کې د دغو کسانو مسلکي کیدو ته پاملرنه شوي ده. د هغې په خبره دغو کسانو ته له دریو څخه نیولې تر پنځو اونیو پورې نظري زده کړې ورکول کیږي. همدارنګه تجربه لرونکي پخواني کارکونکي د لارښوونې له پاره د دوی په څنګ وي. سربیره پر دې چارواکو د فرانکو A له قضیې څخه په نتیجه ګیرۍ سره د معیار ټاکلو له پاره یو لړ نور اقدامات هم پیل کړل.
د آلمان د پوځ پر دغه افسر (فرانکو A) شک کیږي چې د ښی اړخیتوب انګیزې له مخې یې له خپلو نورو ملګرو سره د کوم جنایې برید پلان جوړ کړی وو. دغه لوموړی بریدمن چې د اپریل په پای کې نیول شوی دی څو میاشتې یې دوه روله لوبول او ځان یې سوریایې مهاجر معارفي کړی وو.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د تیرې چهارشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې د پناه غوښتني پر هغو په زرګونو پریکړو به له سره غور وشي چې په تیرو دوو کلونو کې یې په اړه تصمیم نیول شوی دی. مخکې تر دې د مهاجرو د دوسیو په اړه د شوو پریکړو له نمونیې ارزونې څخه معلومه شوې وه چې په دې برخه کې جدي نیمګړتیاوې موجودې دي.