د «مهاجرت دوهمې څپې» په اړه د آلمان د ايالتي وزير خبرداری
۱۳۹۶ بهمن ۱, یکشنبهد اروپايي اتحادې د پارلمان استاځي هڅه کوي چې د مهاجرو د دبلين په قوانينو کې داسې بدلون رامنځ ته کړي چې پر اساس يې هغه هيواد چې په لمړي ځل ورته مهاجر داخلیږي، نبايد د ياد مهاجر د پناه غوښتنې د چارو د مخته وړولو مسئول وګرځي.
د آلمان د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير رولاند ولرچې د مسيحي دموکرات ګوند غړی دی، په درېسدن ښار کې يې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دا ډول طرحې عملي کول پرته له دې چې «آلمان پر وړاندې يو غيرعادلانه چلند او د دغه هیواد پر وګړو لا زيات لوی فشارونه وارد کړي»، بله پايله ونلري.
د اروپا پارلمان په نوامبر مياشت کې په شتراسبورګ کې دا ډول يوه طرحه د قضا او تابعت له پاره د آزادۍ کميسيون له خوا تائید کړه. دغه تائيد، اوس د اروپايي اتحاديې شورا سره خبرو اترو ته زمينه برابره کړې ده چې کولای شي د ېوه نوي قانون په اړه نهايي تصميم ونیسي.
په دې اړه نور مطالب:
نیدرزاکسن په یوه ښار کې د مهاجرو ځای پر ځای کیدل منع کړل
د مهاجرت په برخه کي د يوه شفاف سياست غوښتنه
په دوبلين تړون کي احتمالي تعديل آلمان اندېښمن کړی
د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير په وينا، د اروپايي اتحاديې د پارلمان استاځي په پام کې لري چې په راتلونکې کې د پناه غوښتنې دوسيو د څيړلو مسئوليت بايد د هغه هيواد پر غاړه وي چې د مهاجر يو خپلوان په کې ژوند کوي.
ولر خبرداری ورکړ چې دا ډول يو قانون به د آلمان ادارې او سيمې «يو ځل بيا د لويو ننګونو سره مخ او د هيواد ټولنيز امن به له خطر سره مخامخ کړي.»
د آلمان د زاکسن ايالت لمړي وزير زياته کړه چې په دې صورت کې به هم آلماني اتباع او هم هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چي په دغه هيواد کي د ساتنه ترلاسه کولو حق لري، زما په نظر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په څير يو ځل بيا د مهاجرو د دوهمې څپې د زغملو نه وي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: