د مهاجرت تم ځای
له سوريې څخه آلمان ته لار ۳۷۰۰ کیلومتره اوږده ده. مهاجر ځانونه په خطر کي اچوي، څو په هر ډول چي وي له دغي لاري تیر سي. دوی د کوچنیو کښتیو، پر پښو او ریلگاډو په مرسته سفرونو سره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
په ټول قوت سره
د دمشق ښار ته نژدې د دوما په نوم کوچنی ښار: که څه هم دغه سړی په خپله ټپي دی، خو د نورو ژوندي پاته سوو کسانو په لټه کي دی. لږ څه مخکي د بشارالاسد پوځ پر دغه ځای هوايي بمبار وکړ. د ملگرو ملتو په حواله په ۲۰۱۱م کال کي د سوریې له کورنۍ جگړې راهیسي نژدې ۲۵۰ زره انسانان وژل سوي دي.
ترهگري له دې ځایه لیري نه ده
په ترکیه کي د سوروچ په نوم کډوالو کمپ ته تر ټولو دمخه د کورني جنگونو له کبله تر ۴۰ زره زيات سوریايي مهاجر ورغلي. دغه کمپ یوه کوچني ښارگوټي ته ورته دی چي پکښي مسجدونه ، مکتبونه او لويي لاري جوړي سوي. خو د تل له پاره هیڅ څوک هم نه غواړي چی دلته پاته سي.
د جگړې نخښه
عبدالرحمن یاسر السعد وکولای سول چي ځان د ترکیې بندري ښار ایزمیر ته ورسوي. دغه ۱۶ کلن سوریايي نورو کډوالو ته د جگړې له کبله خپل لوی ټپ ښکاره کوي. هغه په ښوونځي کي ناست وو چي د سوريې هوایی ځواکونو هلته یو بم وغورځاوه او دی یې له امله سخت زخمي سو.
د یوه ښه ژوندانه په تمه
د اروپايي ټولني هیوادونو ته د رسیدو له پاره زیاتره کډوال د ایزمیر له ښاره حرکت کوي. له دې ځایه دوی غواړي یونان ته ولاړ سي. د ژغورني واسکټونه ډیر مهم دي دا ځکه چی زیاتره کډواله نه سي کولای لامبو وکړي او د قاچاقبرانو کښتۍ اکثره وخت ډکي وي. دغه سفر ته د انتظار پر وخت دوی دلته خېمې وهي، ځکه د هوټل له پاره پیسې نه لري.
له کښتۍ څخه بیرته اچول سوی
دغه مهاجر په خپل ټول قوت سره ځان بیرته په ترکیه کي د بودروم ساحل ته رسولی. مخکي تر دې هغه هڅه وکړه د قاچاقبرو هغي کښتۍ ته وخیږي چي په ډیرو پیسو یې کډوال په غیر قانوني ډول یونان ته رسول. اکثره وخت دغه کښتۍ ډیري ډکي وي.
بې وسي
په یونان کی د کووس په نوم ساحل کي سیلانیان گوري چي څرنگه د کډوالو یوه کوچنۍ بیړۍ راروانه ده. له بودروم څخه تر دې ځایه قاچاقبران د سړي پر سر ۱۰۰۰ یورو اخلي. دا لار که څه هم ډیره اوږده نه ده خو دا چي زیاتره کډوال لامبو نه سي کولای نو ډوبیږي.
ځورونکی حقیقت
د کووس په ساحل کي سیلانیان خپل هوټل ته د تگ پر وخت د کډوالو له ځینو خیمو څخه تیریږي. دلته باید سړی څه وکړي، آیا هغوی ته وگوري؟ آیا مرسته ورسره وکړي؟
په پښو او لاسو
زیاتره مهاجر هڅه کوي چي له یونان څخه بیا د بالقان له لاري ځانونه لویدیځي اروپاته ورسوي. په مقدونيا کي د گفگیلیا په نوم مهم تم ځای. تر ورځو ورځو انتظاروروسته، ټوله غواړي چي صربستان ته د تلو له پاره په ریلگاډو کي یو ځای تر لاسه کړي.
گام پر گام
دغه صحنه خیالي او شاعرانه ښکاري. له لمر څرک سره په سونو مهاجر هڅه کوي پر پښو د ریلونو پر پټلۍ له صربستانه هنگري ته تیر سي. له هغه ځايه بیا دوی غواړي ځانونه اتریش او آلمان ته ورسوي. د دغې اوږدې لاري مزل ډیر قوت او طاقت غواړي.
مایوسي او ناامیدي
له دې کبله چي دغه سوریايي مهاجر بیرته د هنگري کمپونو ته نه واستول سي نو د خپلي ښځي او ماشوم سره یوځای ځان د بیسکه په تم ځای کی د ریلگاډي پر پتلۍ اچوي. دوی فکر کاوه چي د هغوی ریل د بوداپست څخه ویانا ته ځي خو د هغه پر ځای اوس د هنگري د چارواکو له خوا هلته راجستر کیږي.
هدف لیري نه ښکاري
د عراق، سوریې او افغانستان په سونو مهاجر هڅه کوي چي له هنگري څخه پر پښو اتریش ته ځانونه ورسوي. دوی په ورځو ورځو بې نتیجې، د بوداپست په تم ځای کي د ریلگاډي سفر ته انتظار وایست. دغه لار هم کله نا کله د پولیسو له خوا تړل کیږي.
بلاخره هدف ته رسیدل
په مونشن کي د ریلاگاډو تم ځای: په خپلو هيوادونو کي د کورنۍ جگړې له کبله تښتېدلو ډېرو مهاجرو هیلي د آلمان صدراعظمي انگیلامیرکل ته دي. دوی د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله په آلمان کي ځان آرام احساسوي.