1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتو په عمومي اسمبلي کي د جرمني د جارجه وزير وينا

۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کښي د جرمني د خارجه وزيرګيدو ويستروېلي تر پرونۍ وينا وروسته دده د ډيپلوماتيکي ځغاستو اونۍ هم پای ته ورسيده.

https://p.dw.com/p/12hBw
د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: dapd

په دغه اونۍ کښي ده بايد تر۵۰ واره اضافه د نړۍ په مختلفو کنفرانسواو غونډو کښي د لويو او کوچنيو موضوعګانو په خاطر ګډون کړی وای.

 

د افغانستان، ايران او يا عربي نړۍ د انقلابو، د بشر د حقوقو، چاپيريال ساتني او نورو په باب. په هغه کښي دده خبري کول حتمي وې، ځکه چي جرمني ددوو کلو دپاره د امنيت د شوراغړی دی.

 

خو د ملګرو ملتو د غونډي اصلي وينا کونکي بيا نور کسان وه. د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما طبعأ، د فلسطين د خودمختاري ادارې مشر محمود عباس او د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو چي تاريخي ويناوي يې وکړې.

 

د جرمني لوی ډيپلوماټ د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلۍ په آخره ورځ چي نيمايي تالار ډک ؤ، په ډيري آرامۍ سره خبري وکړې او ويې ويل:

 

« په نيويارک کښي ستاسي لفظي جګړې نه بايد په منځني ختيځ کښي د تشدد او زورزياتي سبب وګرځي. دواړو خواوو د جمعې په ورځ د سولي د معاملې او خبري کول هيله څرګنده کړه. اوس نو دا پدې پوري اړه لري چي ددغو ورځو د فشار او انرژی څخه د سولي د پروسې په ګټه استفاده وسي.»

 

داچي په ملګرو ملتو کښي د يوه مستقل دولت د جوړيدو د غوښتنليک په باب څه بايد وسي، ويستروېله دا پلا هم څه ونه ويل. د ملګرو ملتو د اصلاحاتو په باب چي د هغه پر اساس بايد جرمني د امنيت د شورا دايمي غړی سي، هم دا وار ويستروېله څه ونه ويل.

 

خو د سوريې د مسئلې په اړه بيا برعکس ده د لاسخت پريکړه ليک د تصويبولو غوښتنه وکړه. داسي معلوميږي، چي ويستروېله دا وار د ليبيا د مسئلې برعکس غواړي ددغه حرکت په سر کښي راسي.

 

« د سوريې حکومت د خپل ولس برحقه غوښتنو ته په زور او تشدد سره جواب ورکوي. جرمني به په نور فشار سره د امنيت په شورا کښي د سوريې پر ضد د يوه پريکړه ليک د تصويبولو دپاره مبارزه وکړي. دا يوازي د خلګو سره دهمدردۍ په خاطر نه، بلکي ددغي نړيوالي ټولني د اعتبار په خاطر هم يو عمل دی.»

 

پدې ډول نو سړی ويلای سي چي په مجموع کښي دده وينا ډير شيان نه درلودل. ده په ډسمبر کښي د افغانستان د بن د کنفرانس، چاپيريال ساتني او بې وسلې کولو په باب څرګندوني وکړې او د عربي پسرلي څخه يې خپل ملاتړ ښکاره کړی.

 

د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کښي دده خبرو ۲۰ دقيقې دوام وکړې او وروسته بيا بيرته پخوانيو داخلي مشکلاتو ته راوګرځې دی.

آژانسونه/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل