1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي بودجې طرح مشرانو جرگې ته وړاندي سوه

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه

افغان حکومت مشرانو جرگې ته د دغه هيواد د راتلونکي کال د ملي بودجه طرح وړاندي کړه. د ۱۳۹۲ کال له پاره په ټوليزه توگه ۳۶۶ ميليارده افغانۍ بودجه اټکل شوې ده.

https://p.dw.com/p/16daC
انځور: DW

په پارلماني چارو کي د دولت وزير همايون عزيزي نن سه شنبه(۲۰۱۲ کال د نوومبر۶) مشرانو جرگې ته د راتلونکي ۱۳۹۲ کال ملي بودجه طرح وړاندي کړه.

عزیزي د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته وویل، د مالي چارو او عامه لګښتونو د قانون د تعدېل پر بنسټ مالي کال د ۱۳۹۱ لمرېز کال د مرغومي له لومړۍ نېټې څخه بیا د ۱۳۹۲ لمرېز کال د لېندۍ میاشتې تر پایه په پام کي نېول شوی دی.

د ده په خبره، د ملي بودجې دا طرح د ملي پراختیايي ستراتیژۍ له مخې جوړه شوې ده، چې په هغه کې د انډولېزي پراختیا اصل، د لومړېتوبونو پر بنسټ پروګرامونه او لږ پرمختللو ولایتونو ته ډېره پاملرنه شامله ده.

هغه له ملي شورا څخه وغوښتل چي د اساسي قانون د۹۰ او ۹۸ مادې له مخې دي د ملي بودجې د دغي طرح په اړه خپل تصمیم ونیسي: «د ۱۳۹۲ مالي لمریز کال د ملي بودجې مسوده چې د وزېرانو شورا د عقرب میاشتي د لومړۍ نېټې په ناسته کې تائید شوې ده، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۹۸ مادې له مخې دا دی تاسو د مشرانو جرګې درنو غړیو ته یې د مشورتي نظر د وړاندي کولو او د قانوني پړاوونو د ترسره کولو په موخه درپېژنم.»

په همدې حال کې د ماليی وزیر حضرت عمر زاخېلوال د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته وویل، چي د ۱۳۹۲ لمریز کال له پاره له اټکل شوو ۳۶۶ میلیارده افغانيو څخه ۱۹۶،۲ میلیارده افغانۍ عادي بودجه په پام کې نېول شوې ده، چې د تېرکال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال
د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوالانځور: AP

دغه راز، د نوي مالي کال له پاره ۱۷۰ میلیارده پراختیايي بودجه اټکل شوې ده، چې د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي. ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه چې په عادي بودجه کې ۷۲ سلنه یې معاشونو، ۱۴سلنه یې خدمتونو او ځینو نورو چارو ته ځانګړې شوې ده:

«د سالنګونو او نورو سړکونو د حفظ و مراقبت چارې، د ملکي او نظامي کارمندانو د تقاعد حقوق، د شهېدانو او معلولینو حقوق، د متقاعدینو د تېرو کلونو پاته حقوق، د رتبو او معاشونو د سیستم اړوند لګښتونه، د مرکزي بانک د پانګي د کمښت جبران، د ولسوالیو لګښتونه چې د ډونرانو له خوا تمولیږي.»

د مالیې وزیر وویل، چي د بودجې طرح ښايي نېمګړتیاوې ولري، خو دغه نېمګړتیاوې په هغه اندازې نه دي چې د دې طرح تصويب دي وځنډوي. خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي بیا د وړاندي شوې بودجې طرح هر اړخېزه نه بولي او وايي، چې دغه بودجه د افغانانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

په دې جرګه کې د زابل استازي داوود اساس وویل، چي له تېرو څو کلونو راهېسي د افغانستان خلک د بودجې په نوم تېراېستل کیږي. ښاغلی اساس وايي، ډیری وزارتونه آن د خپلي بودجې۲۰ سلنه هم نه شي لګولای، په داسي حال کې چې په هېواد کې د بې کارۍ ګراف ورځ تر بلي لوړیږي:

«زه د زابل نماینده یم، زما څخه دي وپوښتل شي چې په زابل کې خلک څه شي ته اړتیا لري، په زابل کې خلک له لوږي مري، له بې کارۍ مري، کار ته اړیتا لري. هلته خلک کرکيټ ته اړتيا نه لري چې کرکيټ وکړي. هلته ټول خلک د بې کارۍ له لاسه پر چوکونو او سړکونو باندي ناست وي، خو کار نه ورپیدا کیږي، زه هیڅ وخت په دې بودجه مطمئین نه یم.»

سره له دې چې اوس افغانستان توانیدلی دی، چې تر یوه حده خپله عادي بودجه له کورنیو عوایدو څخه پوره کړي، خو اوس هم د بودجې کسر تر ۱۲ میلیاردو افغانیو اوړي.

محمد اسماعيل شکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل