1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مطبوعاتو د نړیوالي غوڼډي دویمه ورځ پاي ته ورسیده

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

په دویچه ویله کې د مطبوعاتو د نړیوالې غوڼډې دویمه ورځ د «بشري حقونو او نړوال کیدو» تر سرلیک لاندې پر مخ لاړه. د دغي غونډي په دویمي ورځ هم ګډونوالو د رسنو پر اهمیت او بشري حقونو خبري وکړي

https://p.dw.com/p/11gQH
د مطبوعاتو د نړیوالې غوڼډې
د مطبوعاتو د نړیوالې غوڼډې

په دغي غونډي کي پر ډیري موضوعګانو لکه «‌په ډوډۍ که د سوند مواد؛ د بشري حقونو په ساتنه کې د رسنیو رول؛ انساني تجارت د نړۍ تر ټولو بدتر جنایت او د بشري حقونو د مدافع په سازمانو انټرنټي حملې» تر بحث لاندی ونیول شوي.

د غونډې د پرانستو پر وخت د المان غږ عمومي مشر، اریرک بیټرمن، په سوریا او لیبیا کې د آزادی لپاره د خلکو د مبارزو یادونه وکړه.

بیټرمن وویل چې عربي نړۍ کې تحولاتو ته په کتولو سره د رسنیو او بشري حقونو د خپل منځي اړیکو اهمیت روښانه کیږی.

د «انساني تجارت، د نړۍ تر ټولو بدتر جنایت» په نامه ورکشاپ کې مشهور فلم جوړونکي او عکاس، روبیرټو ار رومانو، هم وڼډه اخیستی ؤ. هغه وويل چی نن سبا په نړۍ کې د ابراهم لنکن د وخت په پرتله ډیر مریان شته. نوموړي زیاته کړه:

«د یو نیم سل کالو په موده کې د ځينو اټکلونو د مخه په نړی کی کابو دیرش ملیونه مریان شته. حتی د امریکې په متحده ایالتونو کې هر کال د کابو اوولس زرو ښځو، هلکانو او انجونو تجارت کیږي.»

همدا ډول د اروپا د جرګه ګۍ مشر، توربیورن یاګلنډ، د غونډې په ګډون والو غږ وکړ چی د بیان د آزادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

د دغی غوڼډی یو بل ګډونکوني، دنیا مییاتووچ، د رسنیو د آزادی په اړه خبری وکړي. هغي وویل چی رسني د دولتونو د پرمختګ لپاره ډیري مهمي دي. د دي په حواله ژورنالیزم اوس د نړی یو له خطرناکو مسلکونو څخه دی.

د ډویچه ویله د مطبوعاتو د نړیوالې غونډې په ترڅ کې نن «سه شنبه» په خټه تونسې ۲۸ کلنې، لینا بن مهني، ته د غوره ویبلاګونو جایزه ورکړل شوه.

دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش