د مصر ولسمشرۍ ته چا ځانونه نومولي دي؟
۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبهد مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندۍ له پاره وروستۍ نېټه د یکشنبې ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اپریل د میاشتي اتمه نیټه» ټاکل شوې وه. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماند په توگه ۲۰ تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.
خو په دغه کاندیدانو کې تر ټولو شخړه ییز تن عمر سلیمان دئ چې د مصر د استخباراتو پخوانی مشر وو. هغه د حسني مبارک د واکمنۍ په وروستیو څو اونیو کې د هغه د مرستیال په توگه هم دنده تر سره کړې وه.
دغه ۷۵کلن تیره ورځ د ټاکلي مودې له پای ته رسیدو څخه لږ مخکي په قاهره کې د ټاکنو په کمېسيون کې د ولسمشرۍ د نوماند په توگه خپل نوم ثبت کړ.
عمر سلیمان ویلي ول چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به برخه وا نخلي خو د جمعې په ورځ ئې په خپله فیصله کې بدلون راوست او ویویل چې دا کار د خپل ملي احساس او خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره کوي.
د مصر دولتي خبري آژانس MENAويلي دي چې د مصر د ټاکنو د کمېسيون مشر حاتم بگاتو، دا خبره منلې ده چې عمر سلیمان د نوماندۍ له اسنادو سره د۳۰ زرو تنو لاسلیکونه هم ور سپارلي دي.
په مصر کې چې څوک د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره ځان نوموي هغه باید لږ تر لږه د ۳۰ زرو تنو لاسلیکونه راټول کړي وي.
اخوان المسلمین چې د مصر په پارلمان کې لوی اکثریت لري په عین وخت کې اعلان کړی دئ چې د هغوی د لومړي نوماند، خیرت الشاطر د ممکنه بې صلاحیته کولو له امله د ولسمشرۍ ټاکنو ته دوهم کس هم نوموي.
د مصر واکمني پوځي شورا تیره اونۍ پر الشاطر باندي د حسني مبارک د واکمنۍ په دوره کې پرهغه ځیني لگیدلي تورونه لیري کړي ول او دا هغه گام وو چې د مصر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د الشاطر د برخي اخیستلو له پاره ئې لارهواره کړه.
خو د ځینو حقوقي کارپوهانو په نظر له قانوني لحاظه دغه کار بسنه نه کوي. اوس په دغه ټاکنو کې د اخوان المسلمین د گوند مشر محمد مرسي دوهم کانديد دئ.
په وروستیو وختونو کې په مصر کې اټکل کیده چې اخوان المسلمین چې په پارلمان کې لوی اکثریت لري د ولسمشرۍ ټاکنو ته به خپل کوم کس و نه نوموي.
د ولسمشر د یو بل نوماند حازم صلاح ابو اسماعیل، په اړه اوس په لویه کچه دا انتظار کیږي چې هغه به د ولسمشرۍ په ټاکنو کي برخه وا نه اخیستلای شي، ځکه چې د ټاکنو کمېسيون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی ته دا خبره تائید شوې ده چې د نوموړي نوماند مور امریکایي پاسپورت تر لاسه کړی دئ.
د مصر د قانون پر اساس نوماند، د هغه مېرمن، مور او پلار باید د مصر تابعیت ولري.
د مصر د ولسمشرۍ دغه ټاکني چې د می د میاشتي پر ۲۳مه او ۲۴ نېټه به تر سره شي، د عربي لیگ پخواني مشر امر موسی هم ځان نومولی دئ.
دویچله ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل