«د مصر ورکه سوې الوتکه په مدیترانه سمندر کې لویدلې»
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهدغو چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې لومړنۍ موندنې ښيي چې دغه Airbus A320 ډوله الوتکه په کوم نزدي هوایي ډګر کې نه ده ناسته.
د مصر هوایي شرکت ویلي دي چې د دې هیواد پوځ د الوتکې تر لادرکه کیدو څه نا څه دوه ساعته وروسته، د سهار پر ۴:۲۶ بجو د الوتکو له اضطراري سیستم څخه معلومات ترلاسه کړي دي.
دغه الوتکه له پاریس څخه د قاهرې پر لور روانه وه او د سهار د ۰۲:۳۰ بجو په شاوخوا کې له رادار څخه ورکه شوه. په اصل کې باید هغه د سهار د څلور بجو په شاوخوا کې د قاهرې هوایي ډګر ته رسیدلې وای.
مصري چارواکو ویلي دي چې پوځ یې اوس د الوتکې د موندلو په هڅه کې دي.
په الوتکه کې لږ تر لږه ۳۰ مصریان او ۱۵ فرانسویان سپاره ول. پر دې سربیره د بریتانیا، بلجیم، عراق، کویټ، سعودي عربستان، سوډان، پرتګال، الجزاير او کانادا وګړي هم په دغه الوتکه کې سپاره ول.
د پیښې په تړاو د فرانسې او مصر چارواکو سره خبري کړې دي، څو د الوتکې د لویدو لامل او د هغې موقعیت وموندي. فرانسوي چارواکو اعلان کړی دی چې هیواد یې د الوتکې د موندلو په عملیاتو کې شاملیدو ته چمتو دی.