د مصر نوې کابينه اعلان سوه
۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبهد ملي جبهې ګوند د پخواني اسلام پاله ولسمشر محمد مرسي پر ضد په مظاهرو کې تر ټولو مخکښ وو. په دغه نوې کابینه کې درو تنو عیسوي مشرانو ته هم وزارتونه ورکړل شوې دي چې په دغه ډله کي یوه عیسوۍ هم شامله ده. تر دې دمخه عیسویانو ته په کابینه کې دومره ځای نه وو ورکړل شوی.
د انتقالي حکومت له خوا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۶) د نوي کابينې د ۳۵ تنو غړو اعلان وشو. په نوې کابینه کې د محمد مرسي د دورې د مختلفو وزارتونو لسو تنو لوړپوړو چارواکو ته هم ځای ورکړل شوی دی، خو په انتقالي حکومت کې د تندلارو اسلامي ګوندونو هیڅ یوه مشر ته ځای نه دی ورکړل شوې.
د اخوان المسلمین ګوند او د هغه متحدینو د موقتي حکومت دغه جوړښت رد کړی دی. د اخوان المسلمین د ګوند غوښتنه دا ده چې واک دي يو وار بیا محمد مرسي ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د مصر په مختلفو برخو کې د څو پر له پسې ورځو احتجاجونو څخه وروسته پوځ د ولسمشر محمد مرسي د لیري کولو پریکړه وکړه او پر ځای یي واک د دغه هیواد قاضي القضات عدلي منصور ته په موقت ډول وسپارل شو. حازم الببلوي په دغه انتقالي حکومت کي د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
الببلوي په ۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک د واکمنۍ تر پای ته رسیدو وروسته په جوړ شوې لومړي انتقالي حکومت کې د ماليي د وزیر او لومړي وزیر د مرستیال په توګه دندې تر سره کړي دي. خو هغه د خپلي دندې تر پيلېدو درې مياشتي وروسته په هغه مظاهره کي چي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب پيښ شو او ۲۶ تنه ووژل شول له خپلي دندې څخه استعفا ورکړه.
الببلوي په مصر کې د سوسیال دیمواتیک ګوند مشر دی، دغه ګوند هم د ملي جبهې یوه برخه ده. له بلې خوا د دغه هیواد د سینایي په سیمه کې پر یوې پوځې اډې باندي د راکټي برید په نتيجه کې د دوو تنو پوځیانو د ټپې کیدو خبر ورکړل شوې دی. له هغه وخت راهيسي چي محمد مرسي له واک څخه لیري کړل شوی دی د سینايي په سیمه کې پوځي اډې تر بريدونو لاندي راځي.